هوارونکی – Roller
هغه لوټې ماتوي کومې چې له مالې نه پاتې وي، خاورې ته هوار شکل ورکوي همداسې د خاورې او لوټو تر منځ لویه فاصله له منځه وړي. هوار او ساده هوارونکی ډېر وخت د هغې شنې سیمې د هوارېدو لپاره کاریږي چې د ژمي موسم ېې سطحه خرابه کړې وي. پوړ لرونکی یا کوم هوارونکی چې پوړونه لري لوټې ماتوي او ډېروخت له قلبې وروسته کاریږي. یو بل ډول ېې ده چې تقریبا یو متر پورې صخامت لري او ډېر وخت په وچ موسم کې په خاورې باندې د فشار لپاره کاریږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!