پسونه – Sheep

پسونه شخوند وهونکي، طی لرونکي حیوانات دي او د اوویس له نسله دي. کوم چې ښکرونه لري ډېر وخت ېې ښکرونه کاږه وده کوي. د بوی د تولید غدوات ېې په مخ او وروسته پښو کې دي. نر ته ېې پسه، ښځینه ته ېې مېږه او بچي ته ېې وری نوم اخیستل کيږي. د غټو پسونو وزن له ۳۵ تر ۱۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. پسونه له خواړو وروسته په خپل خوراک بیا ځلې شخوند وهي تر څو د پسونو د معدې څلور برخې د خوړو هاضمه وکړای شي. پسونه واښه، سبزي او دوړو بوټو هغه پاڼې خوري چې وړې او لنډې وي. پسونه شرم کوونکي حیوانات دي او په همدې وجه ډېر وخت تر یوازې خوراک کولو په رمه کې خوراک کول خوښوي. تر یوکلنۍ پورې بلوغیت ته رسیږي. ډېر وخت یو وری زېږويخو کله کله دوه هم زېږوي. وریان ېې تر ۴ یا ۵ مېاشتو پورې د مېږې شیدې روي او له دې مودې وروسته د واښو په خوړلو پېل کوي. پسونه له میلاد یا زېږېدیز کال نه ۵۰۰۰ کاله وړاندې اهلي یا کورني شوي دي. په منځنۍ آسیا، منځني ختیځ او اروپا کې ډېر وخت د غوښې او وړۍ لپاره ساتل کیږي. 
د ۲۱ پېړۍ په پېل کې په ټوله نړۍ کې د پسونو شمېر تقریبا یو بیلیون تخمین شوی. تر ټولو زېات په استرالیا، نیوزلنډ، چین، امریکا، جنوبي افریقا، ارجنټینا او ترکیه کې دي. دا ملکونو شینوالی ډېر لري چې د پسونو لپاره عمده خوراک ده. 
کورني شوي پسونه له خپلو وحشي پلرونو سره توپیر لري چې دغه توپیر له وړۍ، نوعیت، د بدن له کچې، رنګ او له شیدو کیږي. ډېر کورني پسونه وړۍ تولیدوي خو یوڅو نسلونه ېې یواځې وېښته تولیدوي. په ځنې پسونو کې دواړه وړۍ او وېښته ګډ وي. له پسونو انساني اړتیاوې لکه خواړه او جامې پوره کیږي. په ټوله نړۍ کې تر ۲۰۰ زېات نسلونه لري
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons