پنبه پاکوونکی – Cotton gin
پنبه پاکوونکی ماشین پنبه د پنبې له تخم څخه پاکوي. دا ماشین په امریکا کې ایلي وایټني (Eli Whitney) په ۱۷۹۳ کال کې اختراع کړی. د امریکا پنبې په انګلستان کې ښه مارکېټ ځانته پېدا کړ. مګر دغه سوداګري په دې وجه ډېر ورو پر مخ تله چې له پنبې تخم په لاس جلا کېده. وایټني د همدې لپاره د امریکا جنوب ته ولاړه او هلته ېې ډېر ژر د پنبې له تخم څخه د جلا کولو نوې طریقه اختراع کړه. په دې طریقه کې د مزو یو مجموعه چې غاښونه لري پنبه کش کوي او دغه تارونه بیا د یوې وسپنې له سوري تېریږي کوم سوریان چې ډېر واړه دي او تخم داخلېدو ته نه پرېدي. دغه ماشین ډېر ساده وو او د ځواک لپاره له حیوان، اوبو او انسان کار اخیستل کېده. ډېرو خلکو دغه ماشین کاپي کړ او خپرېدو ېې د غلامي چارې په موسسې بدلې کړې. تر دې مخکې به د دې سختو چارو لپاره غلامان ساتل کېدل او کارېدل.
Comments
So empty here ... leave a comment!