D. Wayne Lukas – ډي وین لوکاس

بشپړ نوم یې (Darrell Wayne Lukas) ده. د ۱۹۳۵ کال، د سپټمبر په ۲ نېټه، په متحده ایالتونو کې زېږېدلی. د امریکا د کوارټر او توروبرېډ اسونو روزونکی وو. روزل شوو اسونو یې زیاتې لوبې ګټلي. په کوچنیوالي کې یې کوچنی اس لره او په سیمه کې یې له ملګرو سره د منډې سیالي کوله. په ۸ کلنۍ کې یې د اسونو پلورل، پېرل او روزل پیل کړل. تر ۱۹۶۱کال پورې تر څو یې چې په (University of Wisconsin) پوهنتون کې ماستري وکړه همدې چارې ته یې دوام ورکړ.
 
په ۱۹۶۷ کې یې د کوارټر اسونو روزنه خپله دنده وګرزوله او په ۱۹۷۰ کې یې ۷۳ سیالۍ وګټلې. د ۱۹۷۶ – ۱۹۷۷ کلونو تر منځ یې د لوبو ۲۳ نور اسونه وروزل او دې ۲۳ اسونو یې په درې کلونو کې ۱۰۰۰۰۰ ډالر وګټل.
 
په ۱۹۷۸ کې یې د تورو برېډ اسونو روزنه پیل کړه. تورو برېډ اسونو یې یوازې په ۱۹۸۸ کې ۱۷.۸ میلیونه ډالر وګټل. تر ۱۹۹۰ کال پورې یې ۱۰۰ میلیونه او تر ۲۰۰۰ کال پورې یې اسونو له ۲۰۰ میلیونه ډالرو زیات ګټلي وو.
D. Wayne Lukas 2013 Preakness
The 138th Annual Preakness. by Jay Baker at Baltimore, MD. Photo by Maryland GovPics

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons