کلوډ هوپ – Claude Hope

د مې په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۰۷، دامریکا د تکزاس سویټ واټر سیمه کې زېږېدلی او د جولای په ۱۴ نېټه، کال ۲۰۰۰، په کوستا ریکا کې مړ شوی.
د امریکا کرهڼپوه وو چې ځنګلي ګلان ېې کورني کړل او نسل ېې ترې واخیسته. دغه ګلان په امریکا کې لومړي نامتو او د خلکو ډېر خوښ ګلان شول. هوپ د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال پوځي خدمت ته ولاړ او له جګړې وروسته ېې خپل کور په کوستا ریکا کې جوړ کړ. له کور جوړونې وروسته ېې په کال ۱۹۵۳ کې د (PanAmerican Seed Co) بنسټ کېښود چې وروسته د نړۍ تر ټولو لوی د تخم تولید کوونکی مرکز شو. 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons