3M22 Zircon

د (3M22 Tsirkon) په نامه هم پېژندل کیږي. په روسۍ ژبه یې نوم (Циркон) لیکل کیږي او ناټو یې د (SS-N-33) په نامه پیژني. د سکرمپ جیټ (scramjet) انجن لرونکی، د مانوري وړتیا لرونکی، بېړۍ ضد، له غږ چټک کروز توغندی ده. جوړونکی هېواد یې روسیه ده. د الوتنې پر وخت توغندی په بشپړ توګه پلازما ورېځ پوښلی وي او د پلازما ورېځ د راډیو ټولې څپې جذب کوي او په دې طریقه د رادار له سیستم څخه پناه کیږي. په ۲۰۱۷ کې روسانو د یاد توغندي د بشپړېدو راپور خپور کړ. په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کې له (Tu-22M3 bomber) الوتکو د زیکرون توغندي لمړنی تولید وازمویل شو. په ۲۰۱۵ کې د ځمکې له سطحې ازموینه ترسره شوه.
 
 
کارونکی هېوادونه : روسیه
د تولید ډولونه : بېړۍ ضد له غږ چټک توغندی، له الوتکې توغول کېدونکی توغندی، له اوبتل توغولو کېدونکی توغندی، له بېړۍ توغول کېدونکی توغندی
طرحه کوونکی شرکت : NPO Mashinostroyeniya
اوږدوالی : ۱۰ او ۸ متره
انجن : scramjet
د سونګ ظرفیت : ۹۷۰ کیلو متره یا ۶۰۰ مایله
سرعت : په ساعت کې ۹۸۰۰ کیلو متره
د توغونې لپاره په بېړۍ، الوتکو، اوبتل او د ځمکې سطحه کې ټېل سیستم (Tell system) کاروي
 
د مانوري خوځښت وړتیا لرونکی توغندی ده – مانوري خوځښت هغه خوځښت ده چې په احتیاط او وړتیا ترسره کیږي. په داخل کې جامد سونګ توکي لري کوم چې له غږ سره برابر چټک سرعت ورکوي او له دې وروسته سکرمپ جیټ انجن یې له سرعت زیات چټک کوي. د تنې منځنۍ برخه یې د لېفټ تولیدونکي وزرونه لري. د توغندي جوړښت ته په کتو د (Hypersonic Experimental Flying Vehicle HELA) سیستم کې د پرمختګ ښودونکی ده. یاد سیستم هم همدې شرکت جوړ کړی او په ۱۹۹۵ کال کې یې په (MAKS Air Show) کې نندارې ته وړاندې کړی وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons