Empennage – د الوتکې لکۍ
په انګرېزۍ کې د الوتکې لکۍ ته (tail or tail assembly) نومونه هم اخلي. د الوتکې په وروسته برخه کې یو جوړښت دی, د الوتنې پر وخت په الوتکه کې ثبات رامنځته کوي لکه په غشي کې د غشي لکۍ د غشي په سیده تګ کې مرسته کوي او هوا نه پرېږدي چې د غشي لوری کوږ کړي یا انحراف ورکړي همداسې د الوتکې لکۍ په الوتکه کې ورته رول لري. د (Empennage) لفظ د فرانسوۍ ژبې له (empenner) څخه اخیستل شوی او مانا یې د غشي په پای یا لکۍ کې د لکۍ په توګه بڼکې نصب کول دي. ډېرې الوتکې په لکۍ کې عمودي او افقي برخې لري، یادې برخې د ثبات رامنځته کوونکې ګڼل کیږي او د الوتنې د ډاینامیک په (yaw) او (pitch) کې ثبات راولي. یادې برخې په خپل ځان کې د کنټرول سطحې هم نصب کوي.
د جوړښت له مخې د الوتکې په لکۍ کې دوه برخې افقي او عمودي (tailfin, the tailplane) موجود وي همداسې د تنې هغه برخه پکې شامله ده له کومې سره چې د الوتکې لکۍ نښلول کیږي. د مسافرو وړنکو الوتکو کې د (rear pressure bulkhead) وروسته ټوله د الوتنې او کنټرول سطحه وي.
د لکۍ مخکې برخې ته افقي ثبات یا تعادل رامنځته کوونکی ته (tailplane or horizontal stabiliser) نومونه اخلي او د (pitch) ثبات رامنځته کوونې لپاره کاریږي. د همدې افقي برخې وروسته برخې ته (elevator) نوم اخلي، د افقي برخې په وروسته برخه کې نښلول شوی وي او په (pitch) بدلون کنټرول کوي. همداسې د الوتکې د پوز په پورته او ښکته لور ته خوځښت کې ونډه اخلي. د ځینو الوتکو ټوله افقي لکۍ خوځښت کوونکې وي او د (stabilator or “full-flying stabiliser) په نامه یادیږي.
د لکۍ عمودي برخې ته یې (fin, tailfin) نومونه اخلي. د عمودي برخې مخې لور ته یې (vertical stabiliser) نوم کاریږي. دندې ته یې (yawing) نوم اخلي. د عمودي برخې وروسته خوا ته (rudders) نوم اخلي د خوځښت وړ وي او د الوتکې پوز یو بل لور ته تاوولو کې ونډه اخلي. که چېرې وزرو له اېلرون (ailerons) سره ترکیب کې وکارول شي نو ټول الوتکه په څنګ کیږي (یو وزر یې پورته بل ښکته کیږي) دې چارې ته یې انګریزۍ کې (coordinated turn) وایي.
د پیلوټ بورډ کې د اواز ثبتونکی، د الوتنې د مالوماتو ثبتونکی او (emergency locator transmitter) هم په لکۍ کې وي.
پیلوټ په (elevator or rudder) باندې دوامداره فشار ته اړتیا لري او ټرېم داسې اله ده چې دې اړتیا ته د پای ټکی ږدي. د ټرېم اله :
– ممکن د (elevators or rudder) په وروستۍ برخه کې (trim tab) وي, په سطحه باندې د ایرو ډاینامیک وزن کې بدلون راولي او د (cockpit wheel or crank) په ذریعه کنټرول کیږي.
– ممکن (adjustable stabiliser) وي دا هم د پیلوټ چوکۍ کې د (crank) په ذریعه کنټرول کیږي
– ممکن (bungee trim system) وي د تنظیم وړ یو سپرینګ پکې وي د پیلوټ په چوکۍ یې (lever) کنټرول کوي
– ممکن (anti-servo tab) وي معمولا د (wheel or crank) لخوا کنټرول کیږي
کومې الوتکې چې څو ماشینونه لري ( trim tabs) پکې وي.
دلکۍ افقي برخه (Tailplanes)
په دې برخه کې دوه برخې (horizontal stabiliser and elevator) شاملې وي. د (planform) ترڅنګ ځانګړنې یې په لاندې یادو شوو ټاکل کیږي :
– د (tailplanes) شمېر باندې، که چېرې صفر وي نو (tailless or canard) ورته اخیستل کیږي، که چېرې درې وي (Roe triplane) نوم ورته کاریږي
– د (tailplane) موقیعت په درې برخو کې لوړ، منځنۍ برخه کې او یا لاندې نصب کیږي
د لکۍ افقي برخې ته ځانګړي نومونه هم شته : په (Cruciform tail) لکۍ کې (horizontal stabilisers) برخه په منځ کې وي او لکۍ ته د صلیب شکل ورکوي. په (T-tail) کې (horizontal stabilisers) برخه په سر کې وي.
Fuselage mounted |
Cruciform |
T-tail |
Flying tailplane |
د لکۍ عمودي برخه (fin)
په دې برخه کې (vertical stabiliser and rudder) موجود وي. د (profile) ترڅنګ یې ځانګړنه په لاندې یادو شوو مالومیږي :
– د عمودي برخو (fin) شمېر معمولا یو یا دوه وي
– د عمودي برخو (fin) موقیعت، موقیعت یې یا د تنې له پاسه یا لاندې وي، د لکۍ په مسطحه برخه کې وي او یا وزرو کې وي.
لاندې انځورونو کې د هر شکل نوم وګورئ
Tailplane mounted |
Twin tail boom |
Wing mounted |
Triple fins |
Ventral fin |
د (V, Y and X) شکل کې لکۍ
په لکۍ کې د افقي او عمودي برخې (fin-and-tailplane) بدیل د (V, Y and X) طرحې دي. د لکۍ سطحې د موربو زایو شکل کې ترتیب شوي. هره سطحه په (pitch and yaw) کې ونډه اخلي. د کنټرول سطحې چې د (ruddervators) نوم هم ورته اخلي د (yaw control and pitch control) لپاره یې فعالیت توپیر کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!