Aggtelek Caves
د سلواکیا او هنګري د پولو ترمنځ د چونې د ډبرو سمڅه ده، د هنګري له میشکوایڅ (Miskolc) څخه ۳۰ ماېله (۵۰ کیلو متره) شمال لوېدیز لور ته ده او د سلواکیا له کوشیڅې (Košice) څخه ۴۰ مایله (۶۵ کیلو متره) سوېل لوېدیځ کې واقع ده. د سمڅې چار چاپېره سیمې څخه دواړو سلواکیا او هنګري ملي پارک جوړ کړی. په ۱۹۹۵ کې یونیسکو د نړیوالو تاریخي سیمو په نوملړ کې ثبت کړې.
د (Aggtelek) په غرونو کې دا سمڅه په سینوزویک عصر (Cenozoic Era) کې رامنځته شوې (تقریبا ۶۵ میلیونه کاله وړاندې). سمڅې ته ۶ د داخلېدو لارې موجودې دي, درې د داخلېدو لارې د سلواکیا لور ته او درې د هنګري لور ته دي، د سمڅې وړې لارې له لویو خونو سره نښتي او هره خونه یې نوم لري نومونه یې (Black Chamber, the Ballroom, the Hall of Tigers, the Concert Hall, the Banquet Hall, the Room of Lace, the Great Chamber, the Room of Ruins, the Heroes’ Chamber, the Reményi Ede Room, Rákóczi’s Tent Hall, the Hall of Councils, and the Giants’ Hall) دي. له پاسه را زوړند منرالونه مختلف رنګونه لري او له ۱۸۰۰ پېړۍ سیلانیان ورځي.
Comments
So empty here ... leave a comment!