فن – Foehn
په جرمني ژبه کې ورته (Föhn) وایي چې معنی ېې ګرم او وچ ده. توپاني باد ده چې په ځانګړې موده کې د لیو وارډ ( leeward) په ګړنګ باندې راکوزیږي او تقریبا په ټول غره کې لږیږي. دا نوم اول ځل په ورته باد باندې چې د الپ (alps) په غرونو کې راکوزیږي اېښودل شوی وو چېرته چې په اول ځل دا طبعي حادثه مطا لعه شوې وه. دا باد هغه وخت پیدا کیږي کله چې لوند باد هوا ته صعود وکړي او یا پاسه لور ته جریان پیدا کړي نو کله چې د غره څوکې ته ورسیږي خپریږي او د خپرېدو سره سړیږي چې د کمې واورې یا باران لامل ګرځي او یو ډول تودوخه پرېږدي. کله چې ډېر پاسه برخې ته ولاړ شي نو دا باد وچ شي ؛ له ختلو وروسته د غره په سطحه یو ډول تیاره خوروي چې د فن دیوار (foehn wall) په نامه یادیږي او د پروسې له بشپړ کېدو وروسته د بېرته کوزېدو پر وخت هوا کې تودوخه او وچوالی رامنځته کیږي.