Cactus mouse – کاکټوس مږه

د ډول علمي نوم یې (Peromyscus eremicus) ده. په کریسیټیډای کورنۍ (family Cricetidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. له ۱۸ تر ۴۰ ګرامه پورې وزن کوي. ښځه یې له نر څخه کمه اندازه زیات وزن لري او د بدن په کچه کې ترې غټه وي. لوڅه له تنې سره برابره یا اوږده لکۍ لري. غوږونه یې تقریبا بې وېښتو وي. مختلف رنګونو کې پیدا کیږي، د ښځې رنګ یې د نر په پرتله کم روښانه وي. په مکسیکو او متحده ایالتونو کې پیدا کیږي. د شپې لخوا ژوند کوونکې ده. خواړه یې توتان، شنه، تخمونه، لوبیا او حشرې دي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ کریسيټیډای
فرعي کورنۍ نیوتومینای
نسل پېرومیسکوس
Peromyscus eremicus
Photo by United States National Park Service

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons