Bombinatoridae
په دې کورنۍ کې دوه نسلونه (Barbourula and Bombina) شامل دي. خو ډېر وخت د اورګېډو چونګښو نسل ته رجوع کوي کومې چې روښانه رنګ لرونکې یا نارنجي رنګه ګېډې لري او زهري چونګښې ګڼل کیږي. دواړه نسلونه پراخې شوې تنې لري.
د بومبینا (Bombina) نوم هم ورته اخلي، د بومبیناتوریدای کورنۍ (family Bombinatoridae) غړې دي. خېټه او د پښو لاندې برخه یې نارنجي رنګ لري. عامه اور خېټه چونګښه (common fire-bellied toad) په ډنډونو کې ژوند کوي او تر ۵ سانتي مترو (۲ انچه) پورې اوږدیږي. که چېرې خطر احساس کړي او یا تنګه کړل شي مخکینۍ پښې پورته نیسي. د ارام کولو پر وخت د خېټې منحني شوې برخې باندې خپل وزن اچوي. که کوم ښکاري ژوي سره مخ شي د بدن د لاندې برخې روښانه رنګ ورښي چې دې چلند ته یې په انګرېزۍ کې (unken reflex مانا یې خطر ته عکس العمل ده) وایي. ښکاري ژو ته د خپل بدن په روښانه رنګ ښودلو سګنال ورکوي چې بدن یې زهر لري.
باربورولا نسل یې په فلپاین او بورنیو کې پیدا کیږي خو بومبینا بیا په ټوله اوراسیا کې خپرې شوي. باربورولا نسل یې د بومبینا په پرتله کم روښانه رنګ لري. د باربورولا نسل د وړو بچیانو ځانګړنې تراوسه ندي مطالعه شوي. د بومبینا نسل فوسیل له پلیوسین تر پلیسټوسین پورې موندل شوی خو د باربورولا نسل فوسیلي نسلونه تر اوسه ندي موندل شوي.
په دې کورنۍ کې لاندې نسلونه او ډولونه شامل دي
Family Bombinatoridae
- Genus Barbourula
- Barbourula busuangensis
- Barbourula kalimantanensis
- Genus Bombina
- Bombina bombina
- Bombina maxima
- Bombina microdeladigitora
- Bombina fortinuptialis
- Bombina lichuanensis
- Bombina orientalis
- Bombina pachypus
- Bombina variegata
Comments
So empty here ... leave a comment!