Family Pipidae

د لمړنیو بې ژبو چونګښو کورنۍ ده. په دې کورنۍ کې ۴۱ ډولونه په سوېلې امریکا کې او درې نور نسلونه د سهارا په سوېل کې پیدا کیږي. یوازې په اوبو کې ژوند کوونکې دي او په اوبو کې د ژوند ممکن کولو لپاره مورفولوجیکي ځانګړنې لري د بېلګې په توګه پراخه شوې تنه او غوږونه کوم چې د اوبو لاندې د غږ اورېدو وړتیا لري. ژبې نلري او د ژبې پر ځای په حنجره کې له هډوکي جور راډ لري او د همدې راډ په ذریعه غږ تولیدوي. د بدن اوږدوالی یې له ۴ تر ۱۹ سانتي متره پورې وي. تر اوسه یې ۱۲ فوسیلي ډولونه موندل شوي. شپږ فوسیلي ډولونه یې په (genus Xenopus) نسل کې ځای شوي. فوسیلي جسدونه یې په افریقا، سوېلې امریکا او منځني ختیځ کې موندل شوي.
 
په پیپیدای کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي

Family Pipidae

  • Hymenochirus
  • Pipa
  • Pseudhymenochirus
  • Xenopus
    • Subgenus Silurana
    • Subgenus Xenopus
    • For image description page click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons