جیولوجي ته څوک اړتیا لري ؟ – ? WHO NEEDS GEOLOGY

د ځمکې ساینسي مطالعه د دې نړۍ د هر وګړي لپاره ګټوره ده. ځکه چې له جامو نیولې تر راډیو چې مونږ اورو ، په موټر کې چې ګرځو او حتی خواړه چې خورو ټول د ځمکپوهانو د ځمکې په اړه د ساینسي مالوماتو لاسته راوړنه ده. لکه څرنګه چې د انسانانو په بقا کې مرسته کوي همداسې ځمکه د انسانانو وژونکې هم ده چې دغه مالومات هم د ځمکپوهانو لاسته راوړنه ده لکه زلزله، طوپان، سېلابونه، د ځمکې اور شیندنه او داسې نورې طبعي حادثې.

اکمالاتي توکې چې مونږ ورته اړتیا لرو
 ځمکه انسانان د خپلې بقا لپاره د خامو موادو او د انرژي د سرچینې په توګه کاروي. د ټولو جوړیدونکو اوزارو د خامو موادو سرچینه ځمکه ده. حتی د کور جوړونې لپاره د شګې لاسته راوړل هم له جیولوجي سره تړاو لري. همداسې د غربي تمدن اقتصادي سیستم هم د پرېمانه او ارزانه د انرژي سرچینو سره تړاو لري. چې تقریبا په ټولو موټرو، ماشینونو کې ېې نفتي، د سکرو او یا اټومي ځواک کاریږي. همداسې د امریکا اقتصاد په ځانګړې توګه په نفتو ولاړ ده چې د انرژي ارزانه سرچینې په توګه ېې کاروي. امریکا د خپل هېواد ډېره زېاته نفتي برخه کارولې چې د کس په سر ېې تر اوسه له دغو سرچینو ۸۰۰۰ کیلو ګرامه کارولي. په دېې کارېدونکو توکو کې ۳۵۰۰ کیلو ګرامه نفت، ۲۳۰۰ کیلو ګرامه سکاره، ۲۲۵۰ کیلو ګرامهه طبعي ګاز او ۰۲کیلو ګرامه یورانیم د سړي په سر کارولي.


د چاپېریال ساتنه

پخوا انسانان چې کله د انرژۍ او فلزاتو په لټه کې شول نو د کانونو کیندلو پر وخت ېې پر طبعېت اغیز ته کم پام وکړ. چې دا اغیز یوازې د طبعېت پر توازن نه بلکې په ځمکه کې د اوسیدونکو پر ژوند هم اغیز کولای شي د بیلګې په توګه که چېرې د سکرو زېرمې په بې احتیاطي وسپړل شي سکاره په اوبو کې اسید پرېږدي. په جیولوجي پوهېدنه مرسته کولای شي چې د داسې پیښو مخه ونیسو او یا ېې کمې کړو او د چاپېریال ساتنه وکړو. همداسې د جیولوجي لومړۍ چاره د زېرومو پېدا کول دي. که له یوې خوا شرکتونه ځمکپوهانو ته دندې ورکوي همداسې له بلې خو حکومت د ځمکپوهانو بلې ډلې ته دندې ورکوي تر څو په طبعېت د زېرمو راوېستلو اغیز مالوم کړي او مخنیوی ېې وکړي د بېلګې په توګه د تېلو لوی شرکتونه ځمکپوهانو ته دندې سپاري چې د نفتو نورې زېرمې پېدا کړي همداسې حکومت د ځمکپوهانو بله ډله ګماري تر څو له نفتو پاتې د زهري توکو انبارونه په ایکولوژیک سیستم د اغیز کولو مخنیوی وکړي، د تېلو د صادراتو اغیز او پر طبعېت د نفتو د راوېستلو اغیز وڅېړي.

طبعي خطرناکې حادثې

تقریبا هر کس د طبعي حادثو له خطر سره مخ ده لکه زلزله، طوپان، د ځمکې اور شیندنه، د ځمکې ښویدنه، سیلابونه، سونامي او همداسې نور… چې په هر یو وروسته لیکنو کې په تفصیل بحث کوو

Sidebar



Share
Hide Buttons