Eland – غویی انتېلوپ

د نسل نوم یې (genus Taurotragus) ده، د افریقا دوه ډوله غویي ته ورته انتېلوپ دي، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د تراګېلا فیني په توکم (tribe Tragelaphini) کې ډلبندي شوي. یو ډول (Taurotragus derbianus) یې له سوانا تر نیل سیند پورې په لرګیو لرونکو سیمو کې چې په پاڼو پوښل شوی وي ژوند کوي؛ بل ډول یې (Taurotragus oryx) په هوارو، نیمه صحرا ګانو کې، غرونو کې، په شرقي او جنوبي افریقا کې پیدا کیږي. دا انتېلوپ په ټولو کې غټ بدن لري.
 
د دواړو ډولونو قد یې تر ۱۵۰–۱۸۰ سانتي متره (۵۹–۷۱ انچه) پورې رسیږي او تقریبا تر یو ټن پورې وزن کوي. نر یې په ۷ کلنۍ کې جنسي ودې ته رسیږي خو ښځینه یې په ۴ کلنۍ کې بشپړ وده کوي. د ښځینه قد یې تر ۱۲۰–۱۵۰ سانتي متره (۱۲۰–۱۵۰ انچه) پورې او وزن یې تر ۳۱۷–۴۷۰ کیلو ګرامه پورې وي.
 
په یوه ګله کې تر ۶۰ پورې انتېلوپ ګډ ګرځي خو د دې انتېلوپ عام ډول له ۱۰۰ تر ۵۰۰ پورې ګله جوړوي چې تر نورو زېات ټولنیز چلند لري. خواړه یې د ونو پاڼې او په وښو کې څرېدل دي. دواړ نر او ښځه یې د څانګو ماتولو لپاره ښکرونه کاروي او یا یې په غاښونو او شونډو پاڼې شکوي.
په روسیه او جنوبي افریقا کې عام غویي انتېلوپ کورني شوي خو کورني شوي یې په پارکونو کې ساتل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons