Guanaco – د جنوبي امریکا بې کوبي اوښ – ګواناکو
د ډول علمي نوم یې (Lama guanacoe) ده، د اوښ د کامېلیدای کورنۍ (Camelidae) غړی ده او د ډلې نوم یې ارتیودکتیلا (Artiodactyla) ده. له الپاکا ( alpaca)،لاما (Ilama) او ویکونا (vicuña) سر نږدې تړاو لري چې ټولو ته په ټولیزه توګه د لاموئید (lamoids) نوم اخیستل کیږي. د اوښ په څېر لاموئید په ملا کې کوبی نلري. لنډې لکۍ، اوږدې پښې، اوږدې غاړې ولاړ غوږونه او واړه سرونه لري. په وښو او د ځینې بوټو په پاڼو خپل ځان تغذیه کوي. ټول لاموئید خپله کې له یو بل سره جنسي نزدیکت کوي. ویکونا ډول یې وحشي ده چې د ښځو ګله یا ډله یې له یو نر سره ګرځي.
ګواناکو ډول یې له پېرو(peru)، بولیویا (Bolivia) تر تیارا دېل فوواګو (Tierra del Fuego) سیمې پورې پیدا کیږي. د بدن د لوړوالی کچه یې د مخکنیو پښو په ولیو کې تر ۱۱۰ سانتي متره (۴۳ انچه) پورې رسیږي او رنګ یې کم رنګه زېړ نصواري وي د خېټې لاندې برخه یې سپین ته ورته رنګ لري او د سر رنګ یې خړ ته ورته وي. د وړو بچیانو بدن یې له ۱۰ تر ۲۰ % پورې ډېره نرمه وړۍ لري چې په ۱۹ پېړۍ کې زېاته کارېدونکې وړۍ وه خو اوس هم ځینې شتمن خلک له دې کمې پېدا کېدونکې وړۍ جامې او نور جوړ شوي توکي اخلي. د بدن وړۍ یې له الپاکا نرمه خو تر ویکونا سخته ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!