Llama – لاما
د ډول علمي نوم یې لاما ګلاما (Lama glama) ده، د اوښ د کامېلیدای کورنۍ (Camelidae) غړی او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده، له الپاکا، کواناکو او ویکونا سره نږدې تړاو لري او په ټولیزه توګه ورته لاموئید (Lamoids) وېل کیږي. لکه د اوښ په څېر ملا کې کوبی (hump) نلري. اوږدې پښې، لنډې لکۍ، واړه سرونه او ولاړ غوږونه لري. ټول لاموئید خپلمنځ کې جنسي نزدیکت کوي. خواړه یې واښه او د ځینو بوټو او ونو پاڼې دي.
ډېری لاما د بولیویا، پېرو، ایکوادور، چیل او ارجنټینا هندیان ساتي. سیمه ایز هندیان یې له غوښې، وړۍ، پوستکي ګټه اخلي او له وازګې یا وازدې یې موم بتۍ جوړوي او سره یې د سوڼ توکو په توګه کاروي. لاما کولای شي ۴۵–۶۰ کیلو ګرامه وزن له ۲۵ تر ۳۰ کیلو متره واټن کې د ورځې انتقال کړي. له تندې سره مقاومت کولای شي. لاما رام شوی حیوان ده خو چېرې تنګ کړل شي، زېات وزن پرې بار شي او یا غصه شي، لاړې تو کوي، لغته وهي او ځای پر ځای څملي او له تګ څخه ډډه کوي.
په جنوبي نیمه کره کې له نومبر تر مې میاشتې پورې د مثل تولید کوي، د اومیندوارۍ نېټه یې تر ۱۱ میاشتو پورې ده, یو بچی زېږوي. ډېر وخت یې رنګ سپین وي خو په تور او نصواري رنګ کې هم پیدا کیږي.
لاما او الپاکا کورني حیوانات دي او تر اوسه یې وحشي نسل یا ډول نده موندل شوی. داسې ګمان کیږي چې د اېنکا تمدن (Inca Indian civilization) پر وخت یې نسل له ګواناکو اخیستل شوی وي تر څو یې د بار وړلو لپاره وکاروي. د هر یوه لاما وړۍ څخه د کال تر ۳–۳.۵ کیلو ګرامه پورې فایبر تر لاسه کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!