هایدرکټینیا – Hydractinia
دحیواناتو دا ګروپ د هایدرا زوانس سمندري پولیپ شکل ده. د فیلوم یا پلرونو نوم ېې سینیداریا ده. نری تونل ته ورته بدن لري کوم چې د ځمکې په سطح پورې نښلوي. د دې ګروپ حیوانات په کالونۍ کې ژوند کوي. ډېر وخت خپله کالونۍ د حلزون په هغه صدف باندې له پاسه جوړوي په کوم کې چې منزوي چنګاښ ژوند کوي. په کالونۍ کې ېې څو ډوله پولیپ شکله هایدرکټینیا ژوند کوي: تغذیه کوونکی پولیپ (ګاسټروزوید)، د مثل تولید کوونکي پولیپ (ګونو زوید)، اوږده بې خولې پولیپ (ټینټکولو زوید). دا حیوانات د میدوسا شکل یا دوره نلري او همدا کالونۍ په مستقیم ډول پلانولا لاروا بچیان زېږوي. هایدرکټینیا د نړۍ په ټولو کمو ژورو اوبو کې پیدا کیږي. فوسیلي جسدونه ېې هم موندل شوي چې جوراسیک دورې دي کومه دوره چې د ۱۹۹.۶ / ۱۴۵.۵ میلونه کلونو تر منځ وړاندې تېره شوې ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!