هایدرا مرجان – Hydra

د کلاس نوم ېې هایدروزوا ده، په تازه اوبو کې ژوند کوي، د فیلوم یا پلرونو نوم ېې سینیداریا ده. بدن ېې یو ډول نری، نیمه شفافه تونل لري چې تر ۳۰  ملي متره پورې ده مګر دغه نری تونل د لوی انقباض وړتیا لري. د بدن دیوال ېې د حجراتو له دوه طبقو جوړده او دغه د دوه طبقو دیوال د نښلوونکو نسجونو په ذریعه سره جلا شوي. دغه جلا کوونکي نسجونه د میسوګلیا او اینټېرون په نامه یادیږي. د بدن لاندې خوا ېې بنده ده یواز د سر خوا کې یو خلاصه لار لري د کومې لارې په ذریعه چې خواړه او ادرار دواړه هم خوري او هم بهر ته باسي. د خولې چار چاپېر ېې له ۴تر ۲۵ پورې تارونه، وېښته یا ټینټکل موجود وي.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons