مرجان – Coral
د انتوزوا کلاس ټول سمندري حیوانات دي. د فیلوم (پلرونو) نوم ېې سینیداریا ده. چې له داخلي او بهرني جوړښت نه پېژندل کیږي. داخلي یا بهرنی جوړښت ېې لکه د تیږې په څېر سخت غلظت لري. د دې حیوان نوم (مرجان) هم له همدې جوړښت څخه اخیستل شوی.
کوم مرجان چې تیږې ته ورته دي د ډلې نوم ېې مادرېپوراریا ده او تقریبا ۱۰۰۰ ډولونه لري، دتور مرجان او ازغي ډوله مرجان د ډلې نوم انتي پاتاریا ده او تقریبا ۱۰۰ ډولونه لري، د سخت مرجان او یا ګورګونیان مرجان د ډلې نوم ګوګوناسیا ده او تقریبا ۱۲۰۰ډولونه لري او د شین مرجان د ډلې نوم کوی نوتېکالیا ده.
بدن کې یو ډول پولیپ (له داخل نه خالي استواني شکل چې له لاندې برخې سره ېې وصل وي) او د دې له پاسه خوله وي چې چار چاپېره ترې تارونه یا ټینټکل موجود دي.
سپرم اوهګۍ ېې د هر غړي په بهر وتلې برخه (ګاستروواسکولر) کې تولیدیږي. او د خولې له لارې ېې بهر اوبو کې پرېږدي. ډېر وخت ېې القاح په اوبو کې رامنځ ته کیږي، خو ځنې وخت د ګاستروواسکولر په خالیګاه کې هم القاح رامنځته کیږي.
واړه لاروا بچیان چې د ریښو شکل لري او د پلانولا په نامه یادیږي. دغه واړه بچیان له څو ورزو تر څو هفتو پورې لامبو وهي او ځان ته یوه سطح پیدا کوي او کله چې په سطح باندې کیني د پولیپ په شکل کې وده پېل کوي. له دې پولیپ څخه نورې غټۍ وده کوي چې ټول په شریکه یو استوګنځای یا کالونۍ جوړوي. کله چې تازه پولیپ وده کوي زاړه پولیپ د هغې لاندې مړه کیږي مګر جوړښت یا اسکلېټ ېې پاتې کیږي.
نرم ، سخت او شنه مرجان تل په کالونۍ کې ژوند کوي، هر پولیپ ېې ۸ د بڼکو په څېر ټینټکل یا تارونه لري، په ګاسترو واسکولر خالیګاه کې ۸ سپتوم یا پردې لري. نرم مرجان داخلي اسکلیټ لري چې د اهک یا کلسیم نه جوړ ده، جوړښت ېې د ستنې په څېر ده. ځنې ډولونه ېې د قاب په څېر بدن لري او ځنې ېې د لاس د ګوتې په څېر جوړښت لري. سخت مرجان په کمو اوبو کې ډېر پیدا کیږي، د ښاخونو په څېر بدن لري، ځنې وخت تر ۳ مترو پورې اوږدیږي، په بدن کې ېې سور مرجان تیږه هم موجوده وي چې زرګران ېې په زیوراتو کې کاروي.
د تیږې په څېر مرجان هم په کالونۍ کې ګډ ژوند کوي او هم یوازې ژوند کوي. دا مرجان د تارونو یا ټینټکل په ځای پردې یا سپتوم لري. په ټولو سمندرونو کې پیدا کیږي او تر ۶۰۰۰ متره ژورو اوبو کې هم لیدل شوي. د هغو پولیپ شکل چې په کالونۍ کې ژوند کوي له ۱ تر ۳۰ملي متره پورې اوږدوالی لري. اسکلیټ ېې کره کلسیم کاربونیټ ده او د پیالې په شکل کې وده کوي. تور مرجان د قمچینې په څېر، د ونې په څېر یا د بڼکو په څېر بدن لري او د مدیترانې په سمندر کې پیدا کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!