کریسټوفر لویډ – Christopher Lloyd
د مارچ په ۲ نېټه، کال ۱۹۲۱ د انګلستان د سوسیکس په ناتیم کې زېږېدلی او د جنوري په ۲۷ نېټه، کال ۲۰۰۶ د شرقي سوسیکس په هستینګ کې مړ شوی.
د انګلستان په باغدارۍ پوه او لیکوال وو چا چې د باغدارۍ په اړه خورا زېات کتابونه لیکلي. د مجلو خپرونو او په اخبار کې د باغدارۍ په اړه له لیکنو پرته په باغونو کې د نوښت او له رنګونو سره د مینې لرلو په وجه ډېرو خلکو پېژانده. په کال ۱۹۴۹ کې ېې د باغدارۍ په رشته کې د لندن پوهنتون (University of London) څخه ډګري واخیسته او په کال ۱۹۵۴ کې ېې د بوټو فارم په ګرېټ ډېکسټر (Great Dixter) کې خلاص کړ. اولنی کتاب ېې په کال ۱۹۵۷ کې د (The Mixed Border ) په نامه, نورجلدونه ېې په کال ۱۹۷۰ کې د (The Well-Tempered Garden) په نامه وو او په ۲۰۰۵ کال کې د (Succession Planting for Adventurous Gardeners) په نامه خپور کړ. د سلطنتي ویکتوریا ادارې لخوا ېې افتخاري مډال هم ورکړل شوی.
Comments
So empty here ... leave a comment!