پاڼې رژونکي – Defoliant
هغه کیمیاوي توکي چې په بوټو د پاڼو رژولو موخې لپاره شیندل کیږي او په دایمي توګه ېې پاڼې رژوي. دغه توکي ځنې وخت په ځانګړو فصلونو هم شیندل کیږي لکه د پنبې فصل, تر څو د محصول اخیستنې چارې اسانه کړای شي. ډېر وخت د پوځ لخوا د جګړې پر مهال هم کاریږي تر څو ځنګلونه د دوه موخو لپاره له منځه یوسي : یو داچې غلیم ېې د پټن ځان په توګه ونکاروي او بل له ځنګلونو ځان تغذیه نکړي. د همدې دوه موخو لپاره امریکا او د جنوبي ویتنام پوځ د ویتنام د جګړې پر مهال د ویتنام پر ځنګلونو کارولي وو. د امریکا لخوا کارېدلي توکي د نارنجي بوټوژنکي په نامه یادیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!