توکزافېن – Toxaphene
زېړ رنګه غلیظه، نیمه جامده ماده، د عضوي مرکباتو مخلوط ده چې د کامفین له کلورینشن (chlorination of camphene) څخه جوړه شوې (هایدرو کاربن چې د تورپینټاین له تېلو لاسته راغلی وي) دغه کیمیاوي توکي د حشره وژونکو په توګه کاریږي. توکزافین چې ۶۷–۶۹% کلورین لري په اوبو کې نه حل کېدونکي توکي دي خو د وړانګو، تودوخې یا قوی الکلي سوډا د تاثیر لاندې په اورګانیک محلول کې په ډېره اساني حل کیږي او بلاخره تجزیه کیږي چې هایدروجن کلوراید ترې جوړیږي او خپل زهري ځانګړتیا چې حشرې وژني له لاسه ورکوي.
سټروبېن (Strobane) بوسو ته ورته مایع چې د کامفین او پینېن (camphene and pinene) له مخلوط سره د کلورین له عکس العمل څخه جوړیږي حشره وژونکي کیمیاوي توکي دي چې توکزافین ته ورته والی لري او دواړه د زېات شمېر حشرو له منځه وړونکي دي کوم چې پنبې او نورو فصلونو ته افت ګڼل کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!