ویلیم وېل کلوک – Sir William Willcocks
د سپټمبر مېاشتې په ۲۷ نېټه، کال ۱۸۵۲ په هند کې زېږېدلی او د جولای په ۲۸ نېټه، کال ۱۹۳۲ په قاهرې کې مړ شوی.
دانګلستان ملکي انجنیر چا چې د اسوان بند (Aswān or Assuan Dam) د جوړولو وړاندیز وکړ او په لومړي ځل ېې د دغه بند ډیزاین وکړ. له دې پرته ېې د اوبو رسونې ډېرې طرحې او پروژې په ترکیه او جنوبي افریقا کې ترسره کړي.
په کال ۱۸۷۲ کې د هند (Indian Public Works Department) کې کار پېل کړ او په کال ۱۸۸۳ کې د مصر له (Egyptian Public Works Department) سره کار پېل کړ د مصر له یادې ادارې سره ېې د زیرمتونونو دعمومي رئيس په توګه کار کاوه. په کال ۱۹۰۲ کې زده کړې او په اسوان بند باندې خپل پلان پای ته ورسوه. په مصر کې له خپل پوسټ نه په کال ۱۸۹۷ کې تقاوت شو او څلور کاله وروسته افریقا ته ولاړ تر څو د وچو سیمو لپاره د اوبو او بندونو جوړلو د طرحې کارونه پلان کړي. په کال ۱۹۱۱ کې ترکې ته هم د اوبو دطرحې پلانونه او وړاندیزونه ورکړي
Comments
So empty here ... leave a comment!