ارنولډ هنري ګې یوټ – Arnold Henry Guyot
د سپټمبر په ۲۸ نېټه، کال ۱۸۰۷، په سویس کې پیدا شوی او د فیبروری په ۸ نېټه، کال ۱۸۸۴، په متحده یالتونو کې مړ شوی.
په سویس کې پیدا شوی امریکایی جغرافیه پوه، ځمکپوه او روزونکی وو د چا د هوا پېژندنې پراخو کتنو چې په متحده ایالتونو کې د هوا پېژندنې مرکز پرانستلو ته لار هواره کړه.
په جرمني کې ېې په (College of Neuchâtel) کې زده کړې وکړې او د ۱۸۳۵- ۱۸۴۰ ترمنځ ېې فرانسه کې د استاد په توګه دنده تر سره کړه. له دې ورسته بېرته په ۱۸۳۹ کې د جرمني په (College of Neuchâtel) کې د تاریخ او فزیکي جغرافې پروفیسر شو. په کال ۱۸۳۸ کې ېې د یخچالون مطالعه د (Louis Agassiz) په مرسته وکړه. وروسته ېې د جغرافې په اړه کتابونه ولیکل چې د امریکا په تعلیمي سیستم کې ېې ډېر ارزښت لره. په کال ۱۸۵۴ کې د (Princeton University) کې د جغرافې او جیولوجي استاد شو. د (Appalachian and Catskill) غرونو ټوپوګرافیکي نقشې ېې رسمې کړې. او د خپرو شو کتابونو نومونه ېې: په کال ۱۸۴۹ کې (The Earth and Man)، په کال ۱۸۸۴ کې (Biblical Cosmogony in the Light of Modern Science)، په کال ۱۸۸۷ کې (Tables, Meteorological and Physical) دي.