A-Darter – اې-ډارټر
بشپړ نوم یې چټک ډارټر (Agile Darter) دی. له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکی، د انفرارېډ په وړانګو هدایت کېدونکی یا د تودوخې لټونکی د لنډ واټن عصري توغندی دی. د تعقیب نرخ یې په یوه ثانیه کې ۱۲۰ درجې دی. د سوېلې افریقا ډېنېل ډاینامېکس شرکت (پخوانی نوم یې کېنټرون) او د برازیل (SIATT) شرکت پخوانی نوم یې (مېکټرون)، اویبراس او اوپتو الیکترونیکا شرکت په ګډه جوړ کړی. تمه کېده چې د ۲۰۱۵ کال له پای مخکې تولید شوی وي خو د ۲۰۲۲ کال تر نومبر پورې یې کوم داسې توغندی نه وو تولید کړی چې په جګړه کې د توغېدو وړتیا ولري.
دا چې د پنځم نسل توغندی دی نو بشپړولو او عملیاتو ته چمتو کولو یې تل نورو ازموینو ته اړتیا لرله. د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې د سوېلې افریقا حکومت له شرکتونو سره د بیا ادامې هوکړه وکړه. اوسمهال یې ټولې ازموینې پای ته رسېدلي او د توغندیو د تولید چارې پیل شوي. لمړۍ جوپه به ډ سوېلې افریقا حکومت په ۲۰۲۴ کې ترلاسه کړي.
په توغندي کې په عمده توګه څلور برخې موجودې دي : د توغندي د هدایت برخه، چاودېدونکی سروکی، د کنټرول برخه او د توغندي موټور. تنه یې بې وزرو ده. همداسې د توغونې ویکتور سیستم پکې نصب دی. په موټور کې د الومېنیم د پوډر د نشتوالي له امله توغندی د توغېدو پر مهال دود نه تولیدوي او له همدې امله یې د بلې الوتکې پیلوټ په سترګو نشي لیدلی.
توغندي یې د هېلمټ له ښیښې سره وصل کېدای شي او پیلوټ د خپل سر په تاوولو هدف لیدلای او په نښه کولای شي، له دې پرته دا چاره پیلوټ ته اجازه ورکوي چې د الوتکې د رادار له سیمې بهر هم هدف په نښه کړي او د یادې چارې لپاره د توغندي هغه وړتیا وکاروي کوم چې د لید له سیمې بهر د توغندي فعالیت دی. دې سیستم ته “هدف ته وګوره او په نښه یې کړه” نوم هم اخلي. د بېلګې په توګه هدف د الوتکې وروسته دی که پیلوټ شاته وګوري د خپل هېلمټ د ښیښې په ذریعه د الوتکې شاته هدف په نښه کولای شي. کله چې توغندی وتوغول شي د شا لور ته د تګ لپاره خپل جي-ځواک کاروي او خپل مخه تاووي.
یاد توغندی د برازیل ( A-1M AMX, Northrop F-5BR and Gripen E/F) الوتکو ته پام کې نیول شوي او د سوېلې افریقا (Saab JAS 39 Gripen C/D and BAE Hawk 120) الوتکې به پرې مجهزې شي.
مخینه
د جوړونې چارې یې په ۱۹۹۵ کال کې پیل شوې خو یاد پروګرام د بودیجې د کموالي له امله وځنډېده. د ځنډېدو دوېم لامل یې د سوېلې افریقا د هوایي ځواک په اړتیا کې بدلون وو. له مېکټرون، اویبراس او اتېک شرکتونو سره له درې کاله خبرو اترو وروسته په ۲۰۰۶ کې یادو شرکتونو هم په پروګرام کې ونډه واخیسته، له ګډون وروسته یوازې د برازیل حکومت په دې پروژه کې ۵۲ میلیونه ډالر پانګونه وکړه او همدې کال کې یې بودیجه تر ۱۳۰ میلیونه ډالرو پورې ورسېده. د همدې کال په اوږدو کې ډېنېل شرکت اعلان وکړ چې خپل درې سیستمونه (inertial measurement unit, the SiIMU02 from BAE Systems) په همدې توغندي کې وکاروي او په پروژه کې به ګډون وکړي. یاد سیستمونه هر یو برېښنایي سیستم دی او په پرمختللو توغندیو کې نصب کیږي. په ورته وخت کې د برازیل اوپتو الیکترونیکا شرکت پرېکړه وکړه چې ډېنېل شرکت سره د انفرارېډ په زریعه د تعقیبونکي سیستم د جوړولو لپاره شریک شي.
په توغندي کې د ځینو برخو ازموینه په ۲۰۱۰ کې وشوه او وروسته یې د سوېلې افریقا هوایي ځواک ته تر ټولو لمړني توغندي وسپارل تر څو یې الوتکو کې د نصب چارو ته ادامه ورکړي. د ۲۰۱۰ کال د جون په ۱۷ نېټه له ګرېپن الوتکې لمړی توغندی د ازموینې لپاره وتوغول شو.
د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې ډېنېل شرکت اعلان وکړ چې لمړي نور توغندي به د ۲۰۱۳ کال تر پایه جوړ وي. د ۲۰۱۵ په مارچ کې د سوېلې افریقا هوایي ځواک له یادو شرکتونو سره د ۴۱ توغندیو ترلاسه کولو تړون وکړ او د ترلاسه کولو نېټه یې د ۲۰۱۷ کال اکتوبر وه په توغندي کې د ځینو سیستمونو ازموینې پاتې او چارې تر ۲۰۱۹ کال پورې اوږدې شوې. وروسته بیا ځلې پروګرام وځنډېده خو په ۲۰۲۳ کې بېرته پیل شوو.