Abattre / فرانسوي

غورزول، پرې کول، په وسله وژل، د ژو مړه کول (د څارویو حلالول)

فعل دی، د لاتیني ژبې له (abbatuere) کلیمې اخیستل شوی، د لاتیني کلیمې مانا پرې کول ده.

: Faire tomber
۱ – غورزول (پرې کول) :
.Abattre un arbre
د ونې پرې کول.
Synonyme
همانیزه یا مترادف
Couper
پرې کول
.Abattre un mur
د دیوال ړنګول.
Synonyme
همانیزه یا مترادف
Démolir
ړنګول
.Le vent a abattu des pylônes
باد پایې چپه کړې.
Synonyme
همانیزه یا مترادف
Renverser
نسکورول

.Tuer un animal de boucherie
۲ – د قصابي ژوی وژل ( د څاروي حلالول).

: Ôter ses forces physiques ou morales à
۳ – فزیکي یا زهني ځواک ترې لرې کېدل :
.Cette grippe l’a abattu
دې زکام بې ځواکه کړی دی.
Synonyme
همانیزه یا مترادف
épuiser
کمزری یا بې ځواکه کېدل (بله مانا یې ستړی کېدل ده).
.Ne vous laissez pas abattre
ځان زړه توري کېدو تا بې موراله کېدو ته مه پرېدئ.
Synonyme
همانیزه یا مترادف
Décourager, démoraliser
زړی توری کېدل، بې موراله کېدل.
.Abattre de la besogne
د ګڼ شمېر چارو په چټکه، اغیزمنه توګه ترسره کول.
.Abattre du traval
د ګڼ شمېر چارو په چټکه، اغیزمنه توګه ترسره کول.
.Exécuter rapidement, efficacement, des tâches nombreuses
د ګڼ شمېر چارو په چټکه، اغیزمنه توګه ترسره کول.
.Abattre quelqu’un
د یو کس په وسله وژل.
.Le tuer avec une arme à feu
د یو کس په وسله وژل.
.Abattre une distance
له ځینو ستونزو سره سره بیا هم تګ کول، ترسره کول / له ځینو ستونزو سره سره بیا هم یو واټن وهل.
.Le parcourir malgré certaines difficultés
له ځینو ستونزو سره سره بیا هم تګ کول، ترسره کول / له ځینو ستونزو سره سره بیا هم یو واټن وهل.
.Le cordée de secours abattait trois kilomètres à l’heure
د ژغورنې طناب په ساعت کې درې کیلو متره واټن وهه.

S’abattre
ناڅاپه کلک غورزېدل
.Tomber brusquement et brutalement
ناڅاپه کلک غورزېدل
.Le grand mât s’est abattu sur le pont
د بېړی پایه یا ستنه د بېړۍ په غولي نا څاپه راوغورزېده.
.Des trombes d’eau se sont abattu sur la région
د بړبوکۍ له امله شیندل کېدونکې اوبه ناڅاپه په سیمه را پرېوتې.
کله چې ګرد باد یا بړبوکۍ د اوبو په سطحه وي د اوبو شیندل کېدو لامل کیږي همدې شیندل کېدونکو اوبو ته (trombe) وایي.
Se laisser tomber, Se précipiter
ځان غورزول، پرېوتل (بله مانا یې بیړه کول ده).
.L’iagle s’abat sur sa proie
باز په خپل ښکار له پاسه غوټه وهي (ځان پرې راغوزوي).
Synonyme
همانیزه یا مترادف
Fondre
له پاسه لاندې راغورزېدل، اچول (بله مانا یې ویلې کېدل ده).
.Survenir soudainement et durement
ناڅاپه او په سخته توګه پېښېدل.
.Le malheur s’est abattu sur cette famille
دې کورنۍ ته بد قسمتي ورپېښه شوې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons