Aconitum – اکونیت یا اکونیتم
له ډېرې مودې څخه د هند په ایورودا حکیمي طبابت او د چین په دودیزو درملو کې کاریږي. د یونان او روم په حکیمي طب کې یې هم تیوفراستوس، دیوسکورید او پلیني یادونه کړې. د سلوانیا په ځینو سیمو کې تر اوسه د دودیزو درملو په توګه کاریږي. هندیان یې په ایورودا حکیمي طب کې د (Aconitum violaceum) ډول کاروي.
مونک شوډ او ځینې نور غړي یې په لوړه کچه زهري اکونیتین او ورسره تړاو لرونکي الکالویدونه لري. دا ماده یې د نورو برخو په پرتله په ریښو او ډنډرو کې زیاته وي. اکونیتین په لوړه کچه نیوروټوکزین او کاردیوټوکزین دي په دې مانا چې زهر یې په زړه او عصبي سیستم اغیز کوي. اکونیتین د ټېټروډوټوکزین په حساسو نسجونو کې د عصبي سودیم کانالونو دوامداره ډېپولارایزېشن رامنځته کوي. دې کانالونو ته د سودیم داخلېدنه او په ډېپولارایزېشن کې یې ځنډ د تحریک وړتیا زیاتوي او دا چاره ممکن نس ناستی، د ذهن له بې نظمۍ سره تړاو لرونکې لړزه او (ventricular arrhythmia) پیدا کړي او پای کې د مرګ لامل شي.
په عامه ژبه کې یې نومونه (aconite, monkshood, wolf’s-bane, leopard’s bane, mousebane, women’s bane, devil’s helmet, queen of poisons, or blue rocket) دي. په فارسي او عربي یې هم الاقونیطن نوم کاروي کوم چې د انګلیسي له (aconite) څخه اخیستل شوی. اکوانیتم د ۲۵۰ ډوله بوټو نسل دی. په عامه ژبه کې یې ډولونو ته پورته یاد شوي نومونه اخلي. ګل کوونکي بوټي دي. د (family Ranunculaceae) کورنۍ غړي دي. له دوه کالو زیات ژوند کوونکي (perennial plants) دي. اصلي ځای یې د شمالي نیمې کرې غریزې سیمې او په داسې ځای کې وده کوي چې د لوندوالي جذب او ساتنه کوي. ډېر ډولونه یې بې کچې زهري دي. ځینې ډولونه یې دوه رګه کیږي لکه ارېندسي او د کورونو په باغونو کې کرل کیږي. ځینې دوه رګه ډولونه یې د ګل پلرونکو لخوا پلرول کیږي. شیره یې د غشي او نیزې په څوکو د زهري کېدو لپاره کاریږي. بوټي یې غټ نیله، بانجاني، زېړ، سپین او یا ګلابي رنګه ګلان کوي.
ډېری علایم ممکن سملاسي راڅرګند شي خو که چېرې د علایمو په راڅرګندېدو کې ځنډ هم وي تر یو ساعت مخکې راڅرګندیږي، په ډېرو ژوندیو کې فوري د مړیني لامل کیږي خو له دوه تر شپږ ساعتونو پورې ژوندي وژني. له مرګ مخکې په خوله او مخ کې بې حسي، کانګې، زړه بدوالی، نس ناستی، د سوزي احساس پیدا کوي.
د ډېرو پتنګانو د بچیانو یا کاتېرپیلار لپاره خواړه دي. د پتنګانو د (Arctia flavia and Euchalcia variabilis) ډولونو لپاره د اکونیت (A. vulparia) ډول کور دی. د پتنګانو ځینې ډولونه د اکونیت په (A. napellus) ډول ځان تغذیه کوي. د ګلانو په القاح کې یې د اوږدې ژبې (bumblebees) مچۍ مرسته کوي. دا مچۍ د دې وړتیا لري چې ګلان پرانیزي او د ګل په سر کې شیرې ته ځان ورسوي. د لنډې ژبې ځینې مچۍ بیا په ګلانو کې سوری کوي تر څو د سر په داخل کې شیرې ته ځان ورسوي.
ځینې ډولونه یې په باغونو کې په داسې له اوبو تخلیه شوې خاوره کې کرل کیږي چې لوندوالی ساتي. په نیم سوري کې هم وده کولای شي. ځینې ډولونه یې ډېر دقیق وضعیت ته اړتیا لري او په باغونو کې یې کرنه نا ممکنه ده لکه د (Aconitum noveboracense) ډول. د ډېرو ډولونو ریښې یې سړې او لندې ساتنې ته اړتیا لري خو د پاڼو لویه برخه یې باید لمر ته څرګنده وي. خپرېدنه یې د ریښو په وېش او تخم دواړو امکان لري. پاڼو ته یې باید څاروي لاس رسی ونلري تر څو یې د پاڼو زهر مړه نه کړي. کرونکی یې باید ټول په یوه بند سیمه کې وکري تر څو یې زهر انسان او نورو ژوندیو ته زیان وانړوي.
د ټولو ډولونو بوټي یې په لویه کچه تغذیې ته اړتیا لري او تر هر ګل لرونکي بوټي زیاته سره ورکول کیږي. کوم تخم یې چې نه وي کرل شوی باید سملاسي په وېرمېکولیټ کې له لوندوالي سره وساتل شي تر څو یې د ویده کېدو مخه ونیول شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!