Ad-Damīrī – كمال الدين محمد بن موسى الدميري
بشړ نوم یې (Muḥammad Ibn Mūsā Kamāl Ad-dīn Ad-damīrī) ده. په کال ۱۳۴۱، د مصر په قاهره کې زېږېدلی او د اکتوبر په ۲۷ نېټه، کال ۱۴۰۵، د مصر په قاهر کې مړ شوی. مسلمان وو، د اسلامي علومو زده کړې یې کړې وې د ژو د پوهنغونډ (encyclopaedia of animals) لیکونکی وو.
د خپل وخت د لویو پوهانو شاګرد وو، د دیني زده کړو تر څنګ یې په ژبپوهنه او حقوقو کې ماستري وکړه. د قاهرې په خطبو، جوماتونو او د وخت په ښوونځیو کې یې تدریس پېل کړ. وروسته په الازهر پوهنتون (al-Azhar University) کې استاد شو. په خپل ژوند کې یې ډېر وخت روژه نیوله، زیات وخت یې په عبادت تېروه او د ژوند په اوږدو کې یې ۶ ځلې د مکې زیارت (pilgrimage) کړی.
پوهنغونډ یې د حیات الحیوان په نامه ده او د (A.S.G. Jayakar) نامه کس انګرېزۍ ته هم ژباړلی. په اوس وخت کې په ترکي، فارسي او لاتیني ژبو کې هم پیدا کیږي. په خپل پوهنغونډ کې یې ۹۳۱ هغه ژوي تشرېح کړي چې په قران، حدیث، عربي شعرونو او متلونو کې یاد شوي. په خپله تشرېح کې یې د ژو په خوړولو د حرامو او حلالو رڼا اچولې چې کوم ژوي حلال او کوم حرام دي، په طب کې یې د ژو کارونه یاده کړې چې له کومو ژو کوم ډول درمل جوړیږي. د پوهنغونډ عمومي موضوع یې د ژو په اړه د پلرونو کلتوري تشرېح ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!