Adamsite – ادام سایټ

د (MD) لنډیز هم ورته کاریږي. عضوي ترکیب دی، په تخنیکي توګه (arsenical diphenylaminechlorarsine) ګڼل کیږي. د بلوا ضد په توګه کار ترې اخیستل کیږي او په انسان کې د پرنجېدو او کانګو لامل کیږي. په لمړي ځل (Heinrich Otto Wieland) په ۱۹۱۵ کې په جرمني کې ترکیب کړي. خو وروسته د متحده ایالتونو کیمیاپوه (Roger Adams) په ۱۹۱۸ کې د پراختیا چارې پکې ترسره کړې.
 
ډي اېم یو کرسټالي بې بویه ترکیب دی. کرسټال یې مختلف رنګونه لري او له روښانه زېړ تر تېز شین پورې رنګونو کې شته دي، رنګ یې له کره توب یا خالص والي سره تړاو لري. په ځینې عضوي محللونو کې په اسانۍ د حل کېدو وړ دي لکه اسېټون او ډیکلورومیتان کې خو په اوبو کې تقریبا نه حل کېدونکی ترکیب دی. په تبخیر کې کنرۍ ته ورته زېړ رنګ کې ښکاري.
 
معمولا د ایروزول په څېر خپریږي. لمړی د تنفسي جهاز د پیل په برخې اغیز کوي او اغیز یې لکه د نورو بلوا ضد کیمیاوي وسلو په څېر دی. له ۵ تر ۱۰ دقیقو پورې یې ټول علایم په انسان کې راڅرګندیږي او تر ۱۲ ساعتو پورې دوام کولای شي. د انسان په مخاطي غشاء ګانو، په سترګو او سږو کې نا ارامتیا پیدا کوي او بلاخره د سر درد او دوامداره کانګو لامل کیږي.
 
د لمړۍ نړیوالې جګړې په پای کې د متحده ایالتونو او انګلستان پوځونو کارولي. په اوس وخت کې زاړه شوي توکي ګڼل کیږي او پرمختللي هېوادونه یې نه تولیدوي.

Adamsite Adamsit
Adamsite. Image by Yikrazuul
Adamsite Space Fill
Adamsite Space Fill. Image by PishT
Adamsite Ball and Stick
Adamsite Ball and Stick. Image by PishT
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons