Addison Emery Verrill – اډېسن اېمېري وېرل
د فېبرورۍ په ۹ نېټه، کال ۱۸۳۹، د متحده ایالتونو د مېن په ګرېن ووډ کې زېږېدلی او د ډېسمبر په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۲۶، د کلیفورنیا په سانتا باربارا کې مړ شوی.
د متحده ایالتونو ژوی پېژندونکی (zoologist) او په طبیعي فلسفې باور مند (naturalist) وو چا چې په متحده ایالتونو کې تر ټولو زېاته لویه زولوجیکي ټولګه د (Yale University) پوهنتون ته راټوله کړه.
له ۱۸۷۱ تر ۱۸۸۷ کال پورې یې د متحده ایالتونو د کب نیونې د ادارې (United States Commission of Fish and Fisheries) لخوا د ساینسي کشف دنده په غاړه لرله او په دې وخت کې یې سلګونه سمندري ډولونه پیدا کړل. په بې شمزیو کې په ځانګړې توګه چونجیانو (worms)، حلزون (mollusks)، مرجان (corals)، سفنجونو یا سپنجونو (sponges) او ستوري کب (starfish) کې یې تخصص لره. د دې ژو د رانیولو او ټولګې لپاره یې ځانګړي وسایل جوړ کړل. وروسته یې خپلې څېړنې خپرې کړې چې تقریبا ۳۰۰ لیکنې یې د معیاري مرجع په توګه کارېدلې.
زده کړې یې په هارورډ پوهنتون کې کړي چېرې چې د ۱۸۶۰–۶۴ کلونو تر منځ د لوییز اګاسیز (Louis Agassiz) معاون وو، د ۱۸۶۴–۱۹۰۷ کلونو ترمنځ په یل پوهنتون (Yale University) کې د زولوجي پروفیسر شو، د ۱۸۶۵–۱۹۱۰ کلونو تر منځ یې په (Peabody Museum of Natural History) کې دنده لرله وروسته د (University of Wisconsin) پوهنتون ته ولاړ او بلاخره بېرته د یل پوهنتون ته راوګرځېد چېرې چې د ۱۸۷۰–۹۴ کلونو ترمنځ د جیولوجي لارښوونکی وو.