Ahrens AR 404

په ۱۹۷۶ کې د امریکا ټولې دوه ۲ الوتکې وې، د ملکي الوتنو لپاره جوړې شوې وې. څلور ماشینونه یې لرل. د الوتکې ټوله تنه تقریبا مستطیل شکل کې وه تر څو په اسانۍ بار پکې ځای او په اسانۍ له بار څخه خالي شي. په لکۍ کې یې د بار پورته کولو او کوزولو لپاره دروازه لرله. د ۳۰ مساپرو لپاره یې ځای لره خو کومه چې د بار وړلو لپاره وه تر ۴ پورې یې ډي ۳ کانتینرونه انتقالولای شول. د جوړېدو لپاره یې د پورټو ریکو حکومت بودیجه ورکړې وه خو کله چې دوه جوړې شوې حکومت بودیجه پرې بنده کړه او نورې تولید نشوې. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۹ کال د اکتوبر په ۲۶ نېټه کړې. جوړونکی شرکت یې (Ahrens Aircraft Corporation) دی.
 
پیلوټان : دوه خو د ۳۰ مساپرو لپاره یې هم کابین لره
اوږدوالی : ۱۶.۸ متره
د وزرو پراخوالی : ۲۰.۱۲ متره
لوړوالی : ۵.۶۴ متره
د وزرو سطحه : ۳۹.۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۴۳۰۹ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۷۹۳۸ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۵۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په یوه ثانیه کې ۶ متره یا ۱۲۰۰ فټه
پاور پلنټ : څلور ماشینونه او هر یو Allison 250-B17B turboprops, 420 shp (310 kW) each
 
Ahrens AR-404
N1028G / A (cn 001) The AR-404 was designed as a rugged utility aircraft, capable of carrying 30 pax or three LD3 cargo containers. Image by Richard Vandervord

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons