Aichi D1A
په (Aichi D1A or Navy Type 94/96 Carrier Bomber) نومونو هم پېژندل کیږي. په ۱۹۳۰ لسیزه کې د جاپان بم غورزونکې الوتکه وه، د (Aichi Kokuki KK) شرکت د جاپان سمندري ځواک لپاره جوړې کړې وې. دوه ډولونه یې لرل یو ډول (D1A1 Navy Type 94 Carrier Bomber) او بل ډول (D1A2 Navy Type 96 Carrier Bomber) وو. لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۳۴ کې کړې، په کال ۱۹۴۲ کې تقاوت شوي، د ټولو تولید شوو شمېر ۵۹۰ وو او په دې کې ۱۶۲ الوتکې د (D1A1 ) ډول او ۴۲۸ الوتکې د (D1A2) ډول وې. اساسي کارونکي یې (IJN Air Service) وو. د مانچوکو هوایي ځواک هم ترلاسه کړې وې.
پیلوټان : دوه
اوږدوالی :۹.۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۱.۴ متره
لوړوالی : ۳.۴۱ متره
بې وسایلو وزن : ۱۵۱۶ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۵۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Nakajima Hikari 1 nine-cylinder radial engine, 730 hp (545 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۰۹ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۹۲۷ کیلو متره
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۷۲ کیلو ګرامه
وسله : د الوتکې د تنې لاندې یو ۲۵۰ کیلو ګرامه بم، د وزرو لاندې دوه ۳۰ کیلو ګرامه بمونه
Comments
So empty here ... leave a comment!