Airbus A330 MRTT

بشپړ نوم یې (Airbus A330 Multi Role Tanker Transport MRTT) ده. په هوا کې تیل ورکوونکې ټانکر او د ټرانسپورټ الوتکه ده. د طرحې بنسټ یې د (Airbus A330) ملکي الوتکې ده. د استرالیا، انګلستان، عربستان، فرانسې، د متحده عرب اماراتو، سنګاپور او ځینو نورو هیوادونو هوایي ځواکونو یې د پېرولو تړون کړی. ټولو ۱۲ هېوادونو د ۶۰ الوتکو غوښتنه کړې او د ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې ټولې ۳۰ الوتکې یادو هیوادونو ته صادرې شوي.
 
تر ۴۵۰۰۰ کیلو ګرامه پورې د اضافي وزن لپاره ځای لري. کابین یا تنه یې د ۳۸۰ سپرلیو لپاره د تغیر وړ ده. خو که چېرې سپرلۍ په دوه کلاسونو ووېشل شي نو د ۲۶۶ سپرلیو لپاره ځای لرلای شي. د طبي مرستو لپاره هم کارېدلای شي او تر ۱۳۰ پورې ټپیان، ناروغان او یا هر ډول اغیزمن کسان انتقالولای شي. همداسې لویه دروازه لري او کانتینرونه پکې بار کېدای شي.
 
پېښې
په ۲۰۱۱ کال کې د جنورۍ په ۱۹ نېټه یوې الوتکې د پرتګال اېف ۱۶ الوتکې ته تیل ورکول او د تیلو ورکوونې پایپ یې له اېف ۱۶ سره له جلا کېدو وروسته ټکر شو. دواړو الوتکو زیان ولیده خو په بریالۍ توګه یې ناسته وکړه. د ۲۰۱۲ کال د سپټمبر په ۱۰ نېټه د هسپانیا د هوایي ځواک د یوې الوتکې د تیل ورکوونې د پایپ سر جلا شو، الوتکه په ۲۷۰۰۰ فټه لوړوالي کې وه، الوتکې کوم زیان ونه لیده او بریالۍ ناسته یې وکړه. د پایپ سر د لوېدو پر وخت چا ته زیان نده اړولی.
 
د دوه ګوني رول تړانسپورټ او په هوا کې د تیل ورکوونې لپاره طرحه شوي، جوړونکی شرکت یې (Airbus Defence and Space) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۰۷ کال د جون په ۱۵ نېټه کړې، کارونه یې د ۲۰۱۱ کال د جون په ۱ نېټه پیل شوې، بنسټیز کارونکي یې انګلستان، عربستان، استرالیا او متحده عرب امارات دي، د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر تر ۱۸ نېټې پورې ټولې ۳۳ الوتکې تولید شوي. نورو الوتکو ته په هوا کې تیل ورکولای شي او خپله هم له بلې الوتکې په هوا کې تیل اچولی شي.
 
استرالی ټولې ۶ الوتکې تر لاسه کړي او یوه به ژر ترلاسه کړي، بلجیم یوازې یوه الوتکه لري، فرانسې د ۱۵ الوتکو غوښتنه کړې، یوه یې ترلاسه کړې او نورې به راتلونکې کې تر لاسه کړي، نیدرلنډ د دوه الوتکو غوښتنه کړې، ناروې د یوې الوتکې غوښتنه کړې، عربستان ۶ الوتکې ترلاسه کړي، سنګاپور د ۶ الوتکو غوښتنه کړې او یوه یې ترلاسه کړې، متحده عرب امارت درې الوتکې لري، انګلستان ۱۴ الوتکې تر لاسه کړي.
 
ډولونه
A330 MRTT
یوه (Airbus A330-200) الوتکه ده او هوا کې د تېل ورکوونې لپاره اضافه پکې شوې
KC-30A
د استرالیا طرحه ده، د وزرو لاندې دوه د تیل ورکوونې پایپونه لري، په هوا کې د تیلو ورکوونې بوم سیستم لري
KC-45A
د متحده ایالتونو لپاره طرح وه خو د پېرلو تړون یې لغوه شو
Voyager KC2
د انګلستان لپاره طرحه ده او چټکو جیټ الوتکو ته د تیلو ورکوونې لپاره کاریږي
Voyager KC3
د انګلستان لپاره طرحه ده او مرکزي کرښه کې یوازې لویو الوتکو ته تیل ورکوي
 
پیلوټان : دوه پیلوټان او یو تیل اچونکی
سپرلۍ : تر ۲۹۱ پورې کسانو ته ځای لري
اوږدوالی : ۵۸.۸۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۶۰.۳ متره
لوړوالی : ۱۷.۴ متره
د وزرو سطحه : ۳۶۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۲۵۰۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۳۳۰۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۸۸۰ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۱۴۸۰۰ کیلو متره
 

Centenary of Military Aviation 2014 Air Show (RAAF Williams, Point Cook) (12852630743)
Centenary of Military Aviation 2014 Air Show (RAAF Williams, Point Cook). Photo by Chris Phutully from Australia.
The Royal Australian Air Force has completes the first fuel transfer with the air refuelling boom from a RAAF KC-30A Multi Role Tanker Transport to a U.S. Air Force F-35A Lightning II
The Royal Australian Air Force has completes the first fuel transfer with the air refuelling boom from a RAAF KC-30A Multi Role Tanker Transport to a U.S. Air Force F-35A Lightning II Sept. 25, 2015, at Edwards Air Force Base, Calif. Refuelling between the KC-30A and F-35A is an important step toward the KC-30A’s achievement of final operational capability and represents continued progress in the development of the F-35A. (Lockheed Martin courtesy photo/Jonathan Case). Photo by US Air Force from USA
Refueling terminal in a RAAF KC-30
U.S. Air Force photo by Senior Airman Matthew Bruch
 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons