Albatross – البټروس

د دیومیدې ایدای کورنۍ (family Diomedeidae) غړي دي، تر ۱۲ زیات د غټو سمندري مرغانو ډولونه دي کوم چې دیومیدې ایدای کورنۍ جوړوي، د ډلې نوم یې پروسیلاریفارمز (order Procellariiformes) ده. په ځمکه باندې داسې ګرځي لکه چې انسانانو کورني کړي وي او همدې امله جرمنان ورته (mollymawk) نوم اخلي مانا یې د سمندر غاړې بې عقلان ده بله مانا یې د سمندر غاړې بې عقله مرغان ده.
 
البتروس د دې وړتیا لري چې په باد لږېدونکي موسم کې په هوا کې تر ډېره وخته پرته د وزرو له وهلو پاتې شي خو کله چې باد نه وي نو خپل څورب او دروند بدن په هوا کې په اسانۍ نشي انتقالولای او غوره ګڼي چې د اوبو په سطحه ارام وکړي. لکه د نورو سمندري مرغانو په څېر البتروس هم د سمندر اوبه څکي او ډېر وخت له بېړیو سره مل وي تر څو له انسانانو په پاتې شونو ځان تغذیه کړي.
 
یوازې د مثل د تولید پر وخت سمندر غاړو ته ځي او خپله کې سره ډله کیږي تر څو د مثل د تولید کالونۍ جوړه کړي. خپلې کالونۍ هم په لرې پرتو سمندري ټاپو ګانو کې جوړوي. یو بل ته د مینې اظهار یا د جوړه کېدو لپاره د جذب چلند وزرونه پراخول او لوړ غږ کول دي. یوازې یوه هګۍ کوي او دواړه نر او ښځه په نوبت سره پرې کیني. د وړو بچیانو وده یې ډېره ورو وي په ځانګړې توګه په هغه ډولونو کې چې غټ دي. د الوتلو بڼکې یې له ۳ تر ۱۰ میاشتو پورې په بدن را څرګندیږي او بیا له ۵ تر ۱۰ کالو پورې سمندر کې تېروي او مخکې تر دې چې بېرته وچې ته د مثل د تولید لپاره راشي د ځوانۍ بڼکې څو ځله په سمندر کې بدلوي. ډېر اوږد عمر کوي او یوازې د ډلې په منځ کې د ډېر زېات عمر لرونکي مرغان مړه کیږي.
تر ټولو زیات نامتو ډولونه یې لاندې دي
 
تورې ورېزې لرونکی البتروس (black-browed albatross) علمي نوم یې (Thalassarche melanophris) ده، وزرونه یې تقریبا ۲۳۰ سانتي متره پورې پراخیږي، تل سمندر غاړې څخه لرې په سمندر کې وي.
 
تور پښی یا د تورو پښو البتروس (black-footed albatross) علمي نوم یې (Diomedea nigripes) ده، تر ۲۰۰ سانتي متره پورې یې وزرونه پراخیږي رنګ یې نسواري وي، خپلې ځالې د ارام سمندر د ګرمو سیمو په ټاپوګانو کې جوړوي او د ارام سمندر په ټوله شمالي برخه کې سرګردانه ګرځي.
 
لېسن البتروس (laysan albatross) د ډول علمي نوم یې (Phoebastria immutabilis) ده، وزرونه یې تر ۲۰۰ متره پورې پراخیږي او دارام سمندر ټولو شمالي اوبو کې سرګردانه ګرځي.
 
سلطنتي البتروس (royal albatross) د ډول علمي نوم یې (Diomedea epomophora) ده، وزرونه یې تر ۳۱۵ سانتي متره پورې پراخیږي، د بدن رنګ یې ټول سپین وي یوازې د وزرونو بهر خوا یې تور رنګ لري، د مثل تولید نیوزلنډ او سوېلې امریکا ته په نږدې ټاپوګانو کې کوي.
 
لوګي وهلی یا لوګي تور کړی البتروس (sooty albatrosses) د ډول علمي نوم یې (Phoebetria) ده، دوه ډولونه لري، وزرونه یې تر ۲۱۵ سانتي متره پورې پراخیږي.
 
سرګردانه البتروس (wandering albatross) د ډول علمي نوم یې (Diomedea exulans) ده، په اوسنیو ژوندیو مرغانو کې تر ټولو پراخه وزرونه لري، وزرونه یې تر ۳۴۰ سانتي متره پورې پراخیږي، د سوېل اتلانتیک سمندر په ټاپو ګانو کې ځالې جوړوي.
 
د امسټرډم البتروس (Amsterdam albatross) د ډول علمي نوم یې (Diomedea amsterdamensis) ده، له ۲۸۰ تر ۳۴۰ سانتي متره پورې یې وزرونه پراخیږي، مخکې ګمان کېده چې د سرګردانه البتروس فرعي ډول ده، په ۲۰۱۱ کال کې یې ډي اېن اې ازموینه وشوه اوس مهال کار پوهان باور لري چې نسل یې له سرګردان البتروس څخه ۲۶۵۰۰۰ کاله وړاندې پیدا شوی. په نړۍ کې یې نسل له ورکېدو سره مخ ده او یوازې ۱۷۰ دانې په نووېل امسټرډم ټاپو ( Nouvelle Amsterdam in the southern Indian Ocean) کې ژوند کوي.
 

Picture by Jlfutari at English Wikipedia, CC BY 2.5, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=3431606

Picture by Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=399058

Picture by Father of JGKlein, used with permission – Father of JGKlein, used with permission, Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=10882287

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons