Alecu Russo State University of Bălți
په روماني ژبه کې یې نوم (Universitatea de Stat „Alecu Russo” din Bălți USARB) لیکل کیږي. د مولدوا په بالتي کې پوهنتون دی. نوم یې د ۱۹ پېړۍ د رومانیا توکم پوه او روڼ اندي (Alecu Russo) له نوم اخیستل شوی. د ۱۹۴۵–۱۹۵۳ کلونو ترمنځ پخوانی نوم یې (Teachers Institute of Bălți) دی او د ۱۹۵۳–۱۹۵۹ کلونو ترمنځ پخوانی نوم یې (Pedagogical Institute of Bălți) دی. په کال ۱۹۴۵ کال کې یې بنسټ ایښودل شوی. علمي کدرونه ۳۵۸ او د محصلینو شمېر یې تر ۵۷۹۵ پورې وي.
لاندې یې د ویبپاڼې لینک دی :
مخینه
په ۱۹۳۰ لسیزه کې یاد تعمیر مالي اداره وه، دوه لیسې پکې وې. د تعمیر ځانګړنې د ۲۰ پېړۍ مهندسي ده. په ۱۹۴۵ کې ترې پوهنتون جوړ شو. د تعمیر ځینې برخې یې اوس جوړې شوي او پخوانۍ برخې یې بیا ځلې ترمیم شوي. د لیسانس او ماستري په کچې پکې د انګریزي، فرانسوي، جرمني، روماني، روسي، یوکرایني، اروا پوهنې، ټولنپوهنه یا د ټولنې پېژندنه، اقتصاد، ریاضیات، فزیک، انجنیري، حقوقو پروګرام لري. د پي اېچ. ډي پروګرام هم پکې شته. د کورس ژبه یې په انګریزي، روماني، یوکرایني او روسي کې ده. په پوهنتون کې یو کتابتون موجود دی کوم چې د سوېل ختیځې اروپا د لویو کتابتونونو یو ګڼل کیږي.
فاکولتې
حقیقي ساینس
فلسفه
بهرنۍ ژبې او ادبیات
اروا پوهنه او ټولنیزې چارې
د پوهې او هنر ساینس
حقوق
اقتصاد
طبیعي ساینس او لرغونپوهنه
Comments
So empty here ... leave a comment!