Alexander Agassiz – الکسندر اګاسي
د ډسمبر په ۱۷ نېټه، کال ۱۸۳۵، د سویس په نوشتېل کې زېږېدلی او د مارچ په ۲۷، کال ۱۹۱۰ په سمندر کې مړ شوی.اګاسي د سمندري ژو پېژندونکی (marine zoologist)، د سمندر پېژندونکی (oceanographer) او د منرالوجۍ انجنیر وو چا چې په سیستماتیکه زولوجي کې او د سمندر د تختونو په اړه پوهه کې اړینه ونډه اخیستې.
اګاسي په طبیعي فلسفې باور لرونکي لوییز اګاسي (Louis Agassiz) زوی وو او په کال ۱۸۴۹ کې له خپل پلار سره په متحده ایالتونو کې یو ځای شو چېرې چې اګاسي انجنیري او زولوجي په هارډورډ پوهنتون کې ولوستل. د اکینودرومونو یا ازغن پوستو (echinoderms) په اړه یې څېړنې وکړې چې په سیستماتیکه زولوجي کې یې د پام وړ ځای خپل کړ او خپلې څېړنې یې د ۱۸۷۲–۷۴ کلونو ترمنځ د (Revision of the Echini) په نامه تر عنوان لاندې خپرې کړې. له ۱۸۶۶ تر ۱۸۶۹ پورې په (Lake Superior) کې د مس د معدن ریس وو او په خپل مقام باندې تر مرګه پورې پاتې شو. د معدن د کار کوونکو لپاره یې عصري ماشینونه، د محافظت عصري وسایل، تقاوت او د پېښو لپاره بودیجه تاسیس کړه تر څو کارکوونکو ته د زېان اوښتو مخه ونیسي. د خپلو پیسو لویه برخه یې د هارډ ورډ پوهنتونه ته ورکړه. وروسته یې په نیو پورټ کې د زولوجي شخصي لابراتوار خلاص کړ او کله یې چې پلار مړ شو له هغې وروسته یې د ۲۵ کالو لپاره د سمندري مرجانو په اړه مطالعه او څېړنې وکړې.