Alexander Meissner
د ۱۸۸۳ کال، د سپټمبر په ۱۴ نېټه، په ویانا ښار کې زېږېدلی او د ۱۹۵۸ کال، د جنورۍ په ۳ نېټه، په برلین کې مړ شوی. د اتریش انجنیر وو. د انتنونو طرحې یې په راډیو ټیلیګرافي کې پراختیا او وده رامنځته کړه.
زده کړې یې په (Vienna College of Engineering) کې کړي. په ۱۹۰۲کې یې په تخنیکي ساینس کې دوکتورا ترلاسه کړه. په ۱۹۰۷ کې د برلین په (Telefunken Company) کې دنده پیل کړه. او د خپلې دندې پر وخت یې د راډیوي ستونزو په اړه څېړنې پیل کړې، د انتنونو په طرحه کې یې ښه والی رامنځته کړ تر څو په اوږدو څپو کې خپرونې وکړای شي او دا چاره یې د (vacuum-tube circuits) په اختراع تر سره کړه. په ۱۹۱۱ کې یې د انتنونو لپاره ګروپ اختراع کړه تر څو د المان الوتکې یا هوایي بېړۍ له انتنونو سره ټکر ونکړي د هغه وخت الماني بېړیو ته (Zeppelin) نوم کارېده کوم چې دالوتکو لمړنی ډول ګڼل کیږي. له ۱۹۲۸ وروسته یې په (Technical University of Berlin) کې د پروفیسر په توګه دنده پیل کړه.
Comments
So empty here ... leave a comment!