Alligator – تمساح
د نسل نوم یې هم (genus Alligator) ده، دواړه ډوله کروکوډیلونه (crocodilians) دي او د معتدلې امریکا له کایمن (caimans) سره تړاو لري، د الیګاتوریدای کورنۍ (family Alligatoridae) غړي دي. تمساح لکه د نورو کروکوډیلونو په څېر غټې لکۍ لري کومې چې د خپلې دفاع او لامبو وهلو لپاره کاروي. غوږونه، سترګې او د پوزې سوري (nostrils) یې د سر پاسه برخه کې دي او کله چې د اوبو سر کې لامبو وهي همدا برخه یې له اوبو بهر وتلې وي او نور په اوبو کې ډوب وي. غاښونه یې (overbite) دي په انګرېزۍ کې (overbite) هغو غاښونو ته وایي چې د لاندې ژامې غاښونه د پاسه ژامې غاښونو کې ننوتي یا داخل وي. د لاندې ژامې په هره خوا کې څلور غټ غاښونه د پورته ژامې په ساکت کې داخلیږي.
تمساح غوښه خوړونکې (carnivorous) ده او په دایمي اوبو کې یا د اوبو تر څنګ ژوند کوي لکه سیندونه، بندونه، لوی ډنډونه. د خپل ځان لپاره غارونه باسي یا سمڅې جوړوي او ارام پکې کوي تر څو له سړې هوا ځان وژغوري. په وحشي ژوند کې تر ۵۰ کالو پورې ژوند کولای شي خو په وحشي بڼ کې تر ۷۰ کالو پورې ژوندۍ پاتې شوي دي.
د امریکا تمساح (American alligator) علمي نوم یې (Alligator mississippiensis) ده او د متحده ایالتونو په سوېل ختیځ کې پیدا کیږي، کم عمره واړه بچیان یې تور او زېړ رنګ لري خو چې کله بشپړ وده وکړي نسواري رنګ ته بدلیږي. د بدن اوږدوالی یې تر ۵.۸ متره (۱۹ فټه) پورې رسېدای شي خو ډېری یې د ۲ مترو او ۴ تر منځ اوږدوالی لري. د امریکا تمساح خلک د پوستکي لپاره ښکار کوي او واړه بچیان یې د کورني ژوي په توګه پلورل کیږي. یو وخت یې شمېر ډېر کم شو او بلاخره د حکومت لخوا یې ښکار کول جرم شو کله یې چې بېرته شمېر زیات شو نو قانون یې ښکار یوازې په محدود وخت کې قانوني کړ.
خپل ځان په کبانو، واړه تی لرونکو او مرغانو تغذیه کوي خو په هوسۍ، غوییزو او د ورته کچې په ژو هم برید کوي. دواړه نر او ښځه یې خش خش ته ورته غږ کوي او نر یې د خرېدو اواز ته ورته لوړ غږ هم کوي چې تر ډېره لرې پورې اورېدل کیږي. د مثل تولید په موده کې یې ښځه له وښو، خوسا شوو توکو او داسې نورو غونډۍ ته ورته ځاله جوړوي په کومې کې چې له ۲۰ تر ۷۰ کلکې هګۍ پټوي، د خپلو هګیو ساتنه کوي او په دې وخت کې ډېر زیات برید کوونکی چلند اختیار کوي. د تمساح دا ډول انسان خپل ځان ته نږدې نه پرېدي او برید پرې کوي.
د چین تمساح (Chinese alligator) علمي نوم یې (Alligator sinensis) ده، ډېرې وړې او کمې پېژندل شوې تمساح ګانې دي او د چین په ینګتزي سیند (Yangtze River) کې پیدا کیږي. له غټو تمساح ګانو سره کوم توپیر نلري خو د بدن اوږدوالی یې تر ۲ مترو نه زیاتیږي خو ډیری یې تر ۱۵۰ سانتي متره پورې اوږدې دي. تور رنګ لري او کم رنګه زېړ نښانونه یا خاپونه لري نسل یې ډېر کم ده او د ورکېدو له خطر سره مخ ده.
Picture by C. J. Cornish et al – The Living Animals of the World, Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=14979528
Comments
So empty here ... leave a comment!