Alpheus Hyatt – الفیوس هیات

د اپرېل په ۵ نېټه، کال ۱۸۳۸، د متحده ایالتونو په واشنګټن ډي سي کې زېږېدلی او د جنورۍ په ۱۵ نېټه، کال ۱۹۰۲، د ماساچوسیټس په کامبرېج کې مړ شوی. د ژو پېژندونکی او پخوانیو پېژندونکی وو چا چې د فوسیلي بې شمزیو ژو په مطالعه کې تر ټولو لوړ مقام ګټلی. د سېفالوپوډ حلزونونو (cephalopods) د تکامل په اړه پوهه کې یې لویه ونډه اخیستې.
 
هیات د ۱۸۵۸–۶۲ کلونو ترمنځ په هارورډ پوهنتون کې خپلې زده کړې وکړې او په ۱۸۶۷ کې یې په (Essex Institute at Salem, Massachusetts) کې دنده پېل کړه. د ۱۸۷۰ – ۱۸۸۸ کلونو تر منځ په (Massachusetts Institute of Technology) کې د زولوجۍ او پالیونتولوجۍ پروفیسر وو، د ۱۸۸۱ – ۱۹۰۲ کلونو ترمنځ یې په (Boston Society of Natural History) کې دنده ترسره کړې، د ۱۸۶۷–۷۱ کلونو ترمنځ د (The American Naturalist) په نامه د رسنۍ تاسیس کوونکی او پر مخ وړونکی وو په کومه کې چې د بیولوجیکي ساینس په اړه لیکنې خپرېدې. د (American Society of Naturalists) ټولنې تاسیس کوونکی هم دی. له دې پرته یې د لابراتوارونو جوړونې لارښوونو کې هم ونډه اخیستې.
Sidebar



Share
Hide Buttons