Amiens Cathedral – امیه کلیسا

په دوه نورو نومونو (Notre-Dame d’Amiens or the Cathedral of Notre-Dame of Amiens) هم پېژندل کیږي. د فرانسې په امیه تاریخي ښار کې د سم په دره کې د پاریس شمال کې جوړه شوې. د فرانسې له درې غټو جامع کلیسا ګانو یوه ده کومې چې په ۱۳ پېړۍ کې جوړې شوي. ۴۷۶ فټه (۱۴۵ متره) اوږدوالی لري، صالون یې ۱۳۹ فټه (۴۲.۳ متره) لوړ ده او ۴۸ فټه (۱۴.۶ متره) سور یا پراخوالی لري.
 
په دې سیمه کې مخکې وړه کلیسا وه کومه چې په ۱۲۱۸کې سوزول شوې وه او په ۱۳ پېړۍ کې یوه راهب (Evrard de Fouilloy) بله لویه کلیسا پرې جوړه کړه. تعمیر یې په ۱۲۲۰ کې پیل شو مهندس یې (Robert de Luzarches) وو، د ودانۍ مخه یې په ۱۲۳۶ کې او ټولې داخل کې چارې یې په ۱۲۷۰ کې بشپړ شوې. په ۱۵۴۹ کې یې په تعمیر کې اضافه هم شوې او په ۱۹ پېړۍ کې د فرانسې بل مهندس (Eugène-Emmanuel Viollet-le-Duc) بیا رغولې.
 
په دې کلیسا کې ډېرې تاریخي لمانځنې هم شوي چې یوه له دې د شپږم چارلز (Charles VI) له اېزابېلا اف باوریا (Isabella of Bavaria) سره په ۱۳۸۵ کې واده وو. د لمړۍ او دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال د امیه ښار چار چاپېره سختې جګړې هم شوي خو کلیسا ته زیات زیان جګړې نده اړولی. په ۱۹۸۱ کال کې یونیسکو د نړۍ په تاریخي سیمو کې ثبت کړې.
AmiensCathedral-North01
Amiens Cathedral By Vincent de Morteau

 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons