د ډېسوروفویډ ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللې کورنۍ ده. د کاربنیفېروس مودې د پای – د پېرمیان مودې د پیل فوسیل یې په متحده ایالتونو کې موندل شوی. په کورنۍ کې کوچني په ځمکه ژوند کوونکي ډېسوروفویډ شامل دي. په ۱۹۰۹ کې یاد نوم (Moodie) ایښی خو هغه وخت کې یوازې د همدې کورنۍ (Amphibamus) نسل ته کارېده. په ۱۹۹۳ کې (Clack & Milner) دې کورنۍ ته بیا کتنه وکړه او (Amphibamus, Platyrhinops, Doleserpeton, and Tersomius) یې هم پکې شامل کړل. همداسې (Daly) په ۱۹۹۴ کې د (Eoscopus and Micropholis) نسلونه هم ورزیات کړل.
Post Views: 176
Comments
So empty here ... leave a comment!