Arizona gray squirrel – د اریزونا خړ نولی

د ډول علمي نوم یې (Sciurus arizonensis) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې نولی ده. په اریزونا او مکسیکو کې پیدا کیږي. د ژوند لپاره چاپېریال یې خلکو د استوګنځایونو جوړولو لپاره وران کړی. له ګېدړ نولي (fox squirrel) سره ډېر نږدې تړاو لري. نر او ښځه یې خپل منځ کې ځینې توپیرونه لري په ځینې نسلونو کې یې نر له ښځې غټ وي او په ځینو نسلونو کې بیا برعکس ښځه له نر څخه غټه وي. خواړه یې د څېړۍ یا بلوط میوه، مغزي، تخمونه او توتان دي. ځینې خواړه یې د مثل تولید کې زیاتوالی راولي. ټولې ښځې یې هر کال بچیان نه زېږوي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم سکیوریني
نسل سکیوریوس

AZ gray squirrel
Arizona gray squirrel (Sciurus arizonensis). Photo by NPS
Arizona Gray Squirrel Sciurus arizonensis

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons