د ډول علمي نوم یې (Zyzomys maini) دی. بل نوم یې (Arnhem Land rock rat) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. اصلي ځای یې استرالیا ده. تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدیږي، له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ګرامه پورې وزن کوي. اوږده برېتونه او پړسېدلې لکۍ لري. په ځمکه د شپې لخوا ژوند کوونکی دی. خواړه یې تخمونه، میوې او ځینې شنه دي. کله چې خواړه پیدا کړي د خوړو لپاره یې داسې ځای ته وړي چېرې چې محفوظ احساس کوي. د کال په اوږدو کې هر وخت د مثل تولید کوي خو ډېر کم وخت بلاربه یا اومېندواره ښځینه په وچ موسم کې پیدا کیږي. د استرالیا په (Arnhem Land) سیمه کې پرېمانه دي او نوم یې هم د سیمې له نوم څخه اخیستل شوی.
کېنګډم |
ژوي |
فایلم |
کورډاټا |
کلاس |
تی لرونکي |
ډله |
شخوند وهونکي |
کورنۍ |
موریډای |
فرعي کورنۍ |
مورینای |
نسل |
زیزومیس |
Post Views: 119
Comments
So empty here ... leave a comment!