Arthropod – جوړه پښي

د فایلم ارتروپوډا (Arthropoda) تول غړي دي. د ژو په کېنګډم (kingdom) کې تر ټولو لوی فایلم ده. په دې فایلم کې ټول نامتو شکلونه لکه استوانه اي چنګاښونه (lobsters)، ټول د کوني کبر ډولونه (crabs)، غڼې (spiders)، کټمل (mites)، حشرې (insects)، سل پښي (centipedes)، زر پښي (centipedes) شامل دي. ارتروپوډ د نړۍ په هر ډول چاپېریال کې ژوند کوي په هر ډول اوبو او وچه کې پیدا کیږي همداسې ځینې ډولونه یې الوتنه هم کوي.
 
د ارتروپوډ مختلف شکلونه له نښتي یا مفصلي اسکلیټي شکل څخه پېژندل کیږي. اسکلیټ یې له کیتین یا کایټن (chitin) څخه ترکیب شوی – کیتین یو پېچلی قند ده چې له پروتین سره وصل وي. اسکلیټ یې ژوندی نه وي او د اسکلیټ لاندې د پوستکي سطحه یې ترشح کوي. د پوستکي بهرنۍ برخې یا سطحې ته (epidermis) وایي. ارتروپوډ خوځښتي یا حرکتي سیلیا (cilia) نلري – سیلیا وېښتو ته ورته مایکروسکوپي لړزه لرونکی شکل ده او د حجرې له پاسه زېات شمېر موجود وي دنده یې په چاپېریال کې موجودې مایع ته حرکت ورکول دي خو په ځینو وړو ژو کې د خوځښت د ځواک دنده په غاړه لري. په ارتروپوډ کې د سیلیا د نشتوالی لامل ممکن د بهرني اسکلیټ شتون وي. د ارتروپوډ بدن په برخو وېشل شوی وي او هره برخه یې د غړو جوړه لري یا زېات شمېر جوړه شوي غړي لري له کوم چې د ارتروپوډ نوم اخیستل شوی (ارتروپوډ جوړه شوو پښو ته وایي). تر اوسه تقریبا یو میلیون ارتروپوډ مطالعه شوي چې ډېری یې حشرې دي.
 
د ارتروپوډ فایلم په څلورو فرعي فایلا (subphyla) وېشل شوی. فرعي فایلا یا سب فایلا په کټګورۍ کې له فایلم څخه لاندې او له کلاس پورته وي. دا څلور په اوس حال کې ژوندي سب فایلا: چلیسراتا (Chelicerata)، کروستاسیا (Crustacea)، هېګزاپوډا (Hexapoda) او مایریاپوډا (Myriapoda) دي خو ځینې ژوي پېژندونکي د مختلفو دلایلو له امله سل پښۍ (centipedes) او زر پښۍ حشرې (millipedes) په یوه جلا فایلم په یونیراما (Uniramia) یا اتېلوسېراتا (Atelocerata) کې ډلبندي کړي. همداسې په ارتروپوډا فایلم کې تریلوبیټومورفا فرعي فایلم (Trilobitomorpha) چې اوسمهال یې نسلونه له منځه تللي هم شامل دي چې ټول له منځه تللي غړي یې د ټریلوبایټ (trilobites) په نامه یادیږي دې ژو له ۲۵۱ میلیونه کاله وړاند تر ۵۴۲ میلیونه کاله وړاندې پورې ژوند کوه خو له ۲۵۱ میلیونه کاله تر ۲۹۹ میلیونه کاله وړاندې منځ پورې یې نسلونه له منځه ولاړل او اوسمهال یوازې د فوسیل په توګه پیدا کیږي.
 
په میریاپوډ (myriapods) کې سل پښي (centipedes)، زر پښي (millipedes)، سیمفیلان (symphylans) او پاوروپوډ (pauropods) شامل دي کوم چې د ډبرو او د جمع شوو غورځېدلو پاڼو لاندې ژوند کوي. په دې کې چې کومې حشرې موجود دي په هر ډول چاپېریال کې شته ځینې یې اوبو ته هم کوزیږي. د سمندر په غاړو کې هم شته دي.
 
فرعي فایلم کروستاسیا (subphylum Crustacea) چې سخت پوسته دي په دې کې ډېر زېات سمندري ارتروپوډ شامل دي. ځینې یې په تازه اوبو کې لکه ازغن کب (crayfish) او ځینې په وچه کې لکه سوبګ حشرې (sow bug) چې د ډبرو لاندې ژوند کوي پیدا کیږي. کوم سخت پوسته چې غټ دي د اوبو تل کې ژوند کوي خو کوم چې واړه دي کمزورې لامبو وهونکي ژوي (zooplankton) ګڼل کیږي او ډېری یې د نورو ژو لپاره لکه د نهنګ، کب او نورو بې شمزیو لپاره خواړه دي.
 
د چلیسراتا فرعي فایلم (Chelicerata) ډېر غړي له اراکنیدا کلاس (class arachnida) سره تړاو لري په دې فرعي فایلم کې لړمان، غڼې، شني او کټمل شامل دي. دا ارترو پوډ په وچه کې، شنوکې، د پاڼو او ډبرو لاندې ژوند کوي خو د کټملو ځینې ډولونه یې په تازه او سمندري اوبو کې ژوند کوي.
Picture By Kolihapeltis 01 Pengo.jpg: Peter HalaszStylonurus BW.jpg: Nobu TamuraSCORPIO MAURUS PALMATUS.jpg: Guy HaimovitchBlue crab on market in Piraeus – Callinectes sapidus Rathbun 20020819-317.jpg: WpoppFemale centipede with eggs.jpg: Marshal HedinJohn Kratz – Swallowtail (by-sa).jpg: John Kratzderivative work: Xvazquez, Amada44 – Kolihapeltis 01 Pengo.jpgStylonurus BW.jpgSCORPIO MAURUS PALMATUS.jpgBlue crab on market in Piraeus – Callinectes sapidus Rathbun 20020819-317.jpgFemale centipede with eggs.jpgJohn Kratz – Swallowtail (by-sa).jpg, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=5307691
Sidebar



Share
Hide Buttons