Ash-grey mouse – ایرو ته ورته خړه مږه

د ډول علمي نوم یې (Pseudomys albocinereus) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. اصلي ځای یې استرالیا ده. په داسې غېرې کرنیزو ځمکو کې ژوند کوي چې واړه بوټي او واښه لري او ځمکه یې شګه لري. د ساراګانو له چاپېریال سره هم بلدتیا لري. د شپې لخوا ژوند کوونکې (nocturnal) او ځمکه کیندونکې (fossorial) ده. د سوریانو ننوتون یې څو تاو شوې لارې لري تر څو د لوندوالي د تبخیر کېدو مخنیوی وکړي. د بلاربښت موده یې تر ۳۸ ورځو پورې وي او له دوه تر شپږ بچیانو پورې زېږوي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل پسیدومیس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons