Atomic number – اټومي شمېره
اټومي شمېر یا د پروټون شمېر سمبول یې (Z) ده، د کیمیاوي عنصر د هر اټوم په هسته کې د پروټون شمېر ده. د اټومي شمېرې په ذریعه یو عنصر په ګوته کیږي. د هستې د چارج له شمېر سره برابر وي. په بې چارجه اټوم کې هم اټومي شمېر د الیکټرون له شمېر سره برابر وي.
د اټومي شمېر (atomic number Z) او د نیوټرون شمېر (number of neutrons N) مجموعه د اټوم د حجم شمېره (mass number A) ښي. د کومو اټومونو چې اټومي شمېر او د نیوټرون شمېر سره برابر وي خو د اټومي حجم شمېر یې توپیر ولري د ایزوټوپ (isotopes) په نامه یادیږي. له څلورو درې برخې په طبیعي توګه پیدا کېدونکي عناصر د ایزوټوپونو ګډوله وي. د سمبول (Z) توری یې د جرمني ژبې له (Zahl) کلیمې اخیستل شوی مانا یې شمېره ده کوم چې پخوا په دوراني جدول کې د عنصر شمېریز ځای ښوده خو وروسته دا کلیمه په (AtomeZahl) بدله شوه او مانا یې اټومي شمېره ده.
د بېلګې په توګه هر اټوم چې اټومي شمېره یې ۸ وي (هسته یې ۸ پروټون لري) د اکسیجن اټوم ده او هر اټوم چې اټومي شمېره یې له ۸ سره توپیر لري د کوم بل عنصر اټوم ده. په دوراني جدول کې عناصر د اټومي شمېرې پر بنسټ ترتیب شوي. که چېرې اټوم خنثی وي نو د الیکټرون شمېره یې د پروټون له شمېر سره برابره وي. د هایډروجن ټول اټومونه یو الیکټرون لري او له هستې یې بهر ځای نیولی وي. هېلیم دوه پروټونونه لري او دوه الیکټرونونه لري.
راډیو اکټیف د یوه اټوم ځانګړنه ده او دا اټومونه بې ثباته هسته لري او د با ثباته کېدو لپاره ممکن فرعي اټومي (له اټوم وړې او یا د اټوم په داخل کې) ذرې ازادې کړي – په دې بهیر کې انرژي – وړانګې بهر خپروي. زیات وخت عناصر په راډیو اکټیف او غېرې راډیو اکټیف ورژن یا شکلونو کې وي خپلمنځ کې یې توپیر د نیوټرون په شمېر کې وي. د عناصرو دې مختلفو شکلونو ته ایزوټوپونه ویل کیږي. همداسې د راډیواکټیف کمه اندازه ایزوټوپونه په طبیعت کې هم پیدا کیږي د بېلګې په توګه په اټموسفیر کې راډیو اکټیف (carbon-14) کاربن، همداسې پالیونتولوجیسټان هم په فوسیل کې د همدې کاربن له مخې د ژو او بوټو زوړوالی پیدا کوي.
د هر عنصر اټومونه د پروټونونو ځانګړی شمېر لري. همدا د پروټون شمېر مونږ ته ښي چې کوم اټوم ته کتنه کوو د بېلګې په توګه هر شپږ پروټونونه لرونکی اټوم کاربن اټوم ده. په یوه اټوم کې د پروټونونو شمېر ته اټومي شمېره وایي. د یوه عنصر د اټومونو د نیوټرون شمېرې توپیر لرلای شي که چېرې اټومونه سره ورته خو یوازې د نیوټرون شمېر یې توپیر ولري نو ایزوټوپ ګڼل کیږي. پروټون + نیوټرون ته (mass number) وایي او په اې (A) توري ښودل کیږي. که چېرې په دې پوهیدل غواړی چې یو اټوم کې څومره نیوټرونونه موجود دي نو اټومي شمېره یا د پروټون شمېره یې له (mass number) څخه تفریق کړئ.
Comments
So empty here ... leave a comment!