
Jeanne-Marie Leprince de Beaumont – د بومونت ژان ماري لو پرنس
په نوم کې یې د لو پرنس مانا شهزاده نه دی او نه هم نر دی بلکې نوم یې دی او خپله ژان ماري ښځه ده. د ۱۷۱۱ کال د اپرېل په ۲۶ نېټه زېږېدلې او د ۱۷۸۰ کال د سپتمبر په ۸ نېټه مړه شوې. د فرانسې لیکوال وه او په ۱۷۴۰ کې یې د "ښکلا او ځناور" په نوم افسانه لیکلې. له خپلې وړې خور کترین اېمې سره د راهبانو ښونځي ته د لمړنیو زدکړو لپاره تللې. له زدکړو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د راهبې په توګه دنده ترسره نه کړي او یوازې ښوونکې شي.
وروسته د فرانسې مېتز ته ولاړه او د یوې کورنۍ کومې چې د لیونې ویل په محکمه کې کار کوه د ماشومانو ښوونکې شوه. د ښوونکې په توګه له اوږدمهاله تجربې وروسته یې د ښوونکو لپاره د لارښوونې او چلند لیکنې پیل کړې، همداسې یې د اخلاقي چلند په اړه افسانې لیکل پیل کړل.
د ښونکې لیکوالې په توګه د خپل وخت بریالۍ لیکواله وه خو په خپلو لیکنو کې یې کله نا کله ټولنیزو سیاسي مسایلو ته هم اشاره کړې او...