Avahi – اواهي – اېواهي
وړۍ لرونکې لیمور (woolly lemur) هم ورته وایي. د مداګاسکار (Madagascar) اوږده وړۍ لرونکی لیمور ده. وروستۍ پښې یې اوږدې خو مخکینې یې لنډې دي، لنډ اوربوز لري، واړه غوږونه چې په وړۍ کې پټ وي او ګرد سر لري. اېواهي د شپې لخوا فعال او ګیاه خوړونکی ده. په وچو او باراني ځنګلونو کې په ونو پورې په عمودي توګه ځان نښلوي، په وړو ګروپونو کې ژوند کوي. په ګروپ کې یې یوه ښځه، نر او بچی شامل وي. د اومیندوارۍ له پنځو میاشتو مودې وروسته یو بچی زېږوي.
د شرقي سیمې اېواهي کوم چې باراني ځنګلونو کې ژوند کوي، د ډول علمي نوم یې اېواهي لانیګر (Avahi laniger) ده، د بدن رنګ یې خړ سور یا خړ نصواري وي، د بدن اوږدوالی یې تر ۲۸ سانتي متره (۱۱ انچه) پورې او وزن یې ۱.۲ کیلو ګرامه ته رسیږي. د بدن د اوږدوالی په اندازه یا له دې اوږده لکۍ لري. درې ډوله یې چې د مداګاسکار په وچو ځنګلونو کې ژوند کوي له دې واړه دي او وزن یې تر ۸۰۰ ګرمه پورې رسیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!