Bayonne – بایون
په فرانسه کې ښار او کومیون دی. د نیوو او ادور سیندونو د یوځای کېدو ترمنځ واقع دی. په ۲۰۱۲ کې یې نفوس ۴۵۸۵۵ وو. په ۱۰۲۳ کال کې د لبور سیمې مرکز وو. په ۱۲ پېړۍ کې پراخ شو او د ادور سیند له پاسه لمړی پول جوړ شو. کله چې د اکیتېن ایلیانور ملکې واده وکړ د واده له امله یې بایون ښار د انګلستان د واک لاندې شو. وروسته یې د سمندري صادراتو او وارداتو له امله سوداګریز او نظامي ارزښت پیدا کړ. په ۱۱۷۷ کال کې د انګلستان ریچارډ د زمري زړه لرونکي د واک لاندې شو او له لبور څخه یې جلا کړ.
په ۱۴۵۱ کال کې د سلو کالو له جګړې وروسته بېرته فرانسې ونیوه. په تدریجي توګه یې سیندونه له خټو او زرڼو ډک شو له همدې امله پکې له انګلستان سره د سوداګریزو کیشتیو تګ راتګ بند شو. د الهمرا په نامه د فرمان له مخې له هسپانیا سېفاردیک یهودان وشړل شو او له تېښتې وروسته په بایون کې مېشت شول. سېفاردیک یهودانو له ځان سره د چاکلېټ جوړونې هنر بایون ته راوړ او بایون ښار یې د چاکلېټ له امله مشهور کړ.
په ۱۵۷۸ کې د فوا لویي په امر د سیند تل پاک شو او له سلو کالو وروسته یې بیا ځلې سیند له سمندر سره ونښلوه او د سمندر سوداګري پکې پیل شوه. په ۱۷ پېړۍ کې د ووبان سېبستین نظامي کلاګانې پکې جوړې کړې او د ۱۰۰ کالو لپاره له کلاګانو د دفاع لپاره کار واخیستل شو. په ۱۸۱۴ کال کې بایون د ناپلیوني پوځ او د پرتګالي هسپانوي او انګریز ائتلاف لپاره د جګړې میدان وو.
په ۱۹۵۱ کې د ځمکې لاندې ګاز کشف شو، ګاز، تیل او ګوړ یې د بندر له لارې نورو سیمو ته انتقالیږي. په ۲۰ پېړۍ کې ښار نور پراخ شو او نوي کورونه پکې جوړ شول.
Comments
So empty here ... leave a comment!