Beaver – د اوبو کوچنډی
د کاسټور نسل (genus Castor) ده. د دوه ژواکو شخوند وهونکو دوه ډوله دي. اصلي ځای یې شمالي امریکا، اسیا او اروپا ده. په شمالي امریکا او اوراسیا کې تر ټولو زیات پیدا کېدونکي شخوند وهونکي ژوي دي او په ټوله نړۍ کې دوېم زیات پیدا کېدونکي شخوند وهونکي ژوي ګڼل کیږي. بدن یې تر ۸۰ سانتي متره پورې اوږدیږي او وزن یې له ۱۶ تر ۳۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په ډنډونو، سیندونو، لویو تالابونو کې ژوند کوي. ځینې خلک یې د ایکو سیستم د انجنیرانو په نامه هم یادوي.
د اوبو کوچنډی لنډې پښې، کوچنی پراخ سر او څورب بدن لري. د ثنایا غاښونه یې نارنجي رنګ لري او لامل یې د کلسیم پر ځای وسپنه لرل دي. کله چې اوبو کې وي د پوستکي په قاتولو د پوزې سوریان او غوږونه بندوي. سترګې یې پردې لري او همدا پردې سترګې له اوبو څخه ساتي. له شونډو سره یې چې کوم وېښته دي د اوبو لاندې خولې ته د اوبو داخلېدو مخنیوی کوي او دې ژوي ته وړتیا ورکوي چې د اوبو لاندې خوله کې څانګې ونیولی شي. د وروستیو پښو ګوتې یې پردې سره نښلولي. لکۍ یې تر ۴۵ سانتي متره اوږده او تر ۱۳ سانتي متره پورې پراخه وي. دواړه نر او ښځه یې کاسټور مرغړي لري کوم چې یو ډول مایع ترشح کوي او خپله سیمه پرې ټاکي. د دې مرغړیو مایع په عطرو او درملو کې هم کاریږي. په دې مایع خپل وېښته هم غوړ ساتي تر څو د ابو ضد شي.
په بنسټیزه توګه کالونۍ جوړونکي دي او د شپې لخوا فعال وي. خپله کالونۍ له څو خونو جوړوي او خونې یې په خټه کاګل کوي. د ځینو کالونۍ ته د داخلېدو لار د اوبو له منځ څخه وي. هره کالونۍ کې یوه کورنۍ وي. کورنۍ یې تر ۸ غړو پورې وي چې په دې کې غټه جوړه، د همدې کال یو کلن بچیان، او د تېرو کال بچیان او د هغوي بچیان وي. کالونۍ یې تر درې متره پراخه او تر شپږ متره پورې لوړه وي. چاپېریال ته خپلې ګټې هم رسوي خو د دې ترڅنګ ونې له بیخه اره کوي او چپه کوي، په کرنې برید کوي او ټول فصل خوري.
په ژمي کې د خپلې لکۍ لاندې شحم ذخیره کوي. ژمي کې خپل فعالیت کموي او خپلې کالونۍ کې له یو بل سره نږدې اوسي او په دې طریقه د بدن تودوخه لوړه ساتي. یوازې د ګنګل لاندې نښتو څانګو پسې د خوړو لپاره راوځي. کوم چې ورو لامبو وهي تر ۱۵ دقیقو د اوبو لاندې پاتې کیږي کله چې د اوبو سر ته راخیژي یوازې په وروستیو پښو لامبو وهي او مخکینۍ پښې یې بدن سره نښلولې وي. خواړه یې د ونې د ساقې د پوستکي لاندې برخه ده، پاڼې، ګلان او د ځینو ونو لښتې هم خوري. په اوړي کې ډېر وخت ګیا او یا ګیا ته ورته بوټي خوري. کله چې د خوړو وړ لښتې پیدا کړي نو د خپلې کالونۍ چار چاپېره د اوبو لاندې یې په خټو کې ټومبي او د ژمي پر وخت چې کله ساړه خورا زیات وي ټومبل شوې لښتې خوري.
د اوبو کوچنډی مونوګاموس (monogamous) ده په دې مانا چې جنسي نزدیکت له یوې جوړې سره کوي او هر کال جوړه سره پاتې کیږي. په شمالي نیمه کره کې یې د جنسي نزدیکت موده د جنوري او مارچ تر منځ ده او په جنوبي نیمه کره کې د نومبر او ډسمبر تر منځ موده ده. له ۱۰۵ ورځو اومیندوارۍ وروسته له یوه تر نهو پورې بچیان زېږوي خو ډېر وخت څلور وي. خپله کې یو بل سره د لکۍ په ښورولو، د بدن په خوځښت، د مرغړیو د بوی په ذریعه او غږ کولو له لارې خبرې کوي. کله چې بهر خطر احساس کړي نو سم د لاسه اوبو ته ځي او په خپلې لکۍ د اوبو سطحه وهي تر څو نور هم خبر کړي په ورته وخت کې غږ هم کوي. باز، غټې ګوربتې او غټ هغه تی لرونکي چې غوښه خوړونکي دي د اوبو په کوچنډي برید کوي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
– | – |
فرعي کورنۍ | کاستورینای |
نسل | کاستور |
- Genus Castor
- Castor canadensis, American beaver
- Castor fiber, European beaver
Comments
So empty here ... leave a comment!